د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن دوه امریکايي سرتېرې وبخښل


ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورنو دوو امریکايي سرتېرو ته عفوه کړې ده.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د ځانګړي پوځ یو سرتیری، چې د یو افغان بم جوړونکي په وژلو تورن و او یو بل امریکايي، چې پر درې افغانانو باندې د ډزو امر کړی و، چې له امله یې دوه تنه افغانان وژل شوي و، د ولسمشر ټرمپ لخوا وبخښل شول.

همدارنګه یو بل امریکايي سرتېری چې، په عراق کې د داعش ډلې د وژل شوي وسله وال له جسد سره یې د عکس اخیستلو له امله خپله رتبه له لاسه ورکړې وه، بېرته یې پوځي رتبه تر لاسه کړه.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي برخې مسؤل استیفاني ګریشام پرون جمعه د نومبر پر ۱۵مه په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دغه کار د امریکا تېر تاریخ ته په کتو شوی دی.

هغه یاد کار د امریکا د تاریخ له‌مخې د دغه هېواد سرتېرو ته د دوهم چانس ورکولو په توګه بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په روان میلادي کال کې ویلي و، چې د خپل هېواد یو شمېر سرتېرو ته د بخښنې په هڅه کې دی.

ښاغلي ټرمپ د روان کال د مې په میاشت کې ویلي و: "هغه یو شمېر سرتېري، هغه کسان دي چې د ډېر وخت لپاره سخت جنګېدلي دي."

د میتو ګلستون په نوم امریکايي سرتېری په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال د یوه بم جوړونکي افغان په وژلو تورن شوی و.

او د کلینت لورانس په نوم بل امریکايي سرتېری په ۲۰۱۲ میلادي کې په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال پر درې افغانانو باندې د ډزو امر کړی، چې دوه تنه یې ووژل شول.

کلینت لورانس د یادې پېښې په تور په ۱۹کاله بند محکوم شوی و، چې شپږ کاله یې په بند کې تېر کړل.

د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام په امریکا کې له غبرګون سره مخ شوی، او هغه په عدالي او قضايي چارو کې د ولسمشر ټرمپ د لاس وهنې په معنی بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG