د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: مجبور یو چې په افغانستان کې پاتې شو


ولسمشر ټرمپ وایي امریکا به په سیمه کې خپل حضور ساتي
ولسمشر ټرمپ وایي امریکا به په سیمه کې خپل حضور ساتي

ټرمپ وايي له طالبانو سره د ممکنه تړون وروسته به یې هم په افغانستان کې عسکر پاتې وي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وایي چې په افغانستان کې به یې د هېواد حضور او موجودیت تل وي.

تر ولسمشر ټرمپ مخکې ځینو نورو امریکايي چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې به دامریکايي عسکرو موجودیت په شرایطو او حالاتو پورې تړلی وي.

د رویټرز خبري اژانس وايي ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې هېواد به یې تل په سیمه کې خپل ځواکونه وساتي.

ولسمشر ټرمپ چې د فاکس نیوز سره یې خبرې کولې وویل: " موږ مجبور یو چې په افغانستان کې خپل حضور وساتو. موږ به هلته پاتې کیږو. د خپلو ځواکونو شمېر به کموو خو هلته به تل پاتې یو. خپل استخباراتي ځواک به په افغانستان کې پرېږدو."

ښاغلي ټرمپ وویل چې اوس په افغانستان کې ۸۶۰۰ امریکایي سرتېري دېره دي. خو هغه ونه ویل چې له طالبانو سره د سولې له ممکنه تړون وروسته به په افغانستان کې څومره امریکایي سرتېري پاتې شي.

د ولسمشر ټرمپ تازه څرګندونې د طالبانو له هغې غوښتنې سره په تکر کې دي چې وایي له افغانستان څخه باید ټول امریکايي عسکر ووځي. په همدې حال کې د امریکا او طالب استازي په قطر کې په خبرو بوخت دي چې د سولې کومې ممکنه هوکړې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG