د لاس رسي وړ اتصالات

دونالد ټرمپ د افغانستان په هکله څه ویلي دي


دونالد ټرمپ د امریکا پنځه څلوېښتم منتخب ولسمشر شو
دونالد ټرمپ د امریکا پنځه څلوېښتم منتخب ولسمشر شو

دونالد ټرمپ د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست انتخابات وګټل او د متحدو ایالتونو پنځه څلوېښتم ولسمشر شو. هغه په ټاکنو کې خپلې دموکراتې سیالې هیلرې کلنټن ته ماتې ورکړه. ښاغلی ترمپ یو پانګه وال او سوداګر دی چې د۱۹۴۶ کال د جون په ۱۴ نېټه زېږېدلی دی. هغه کومه سیاسي تجربه نلري.

هغه په خپلو مقدماتي او د جمهوري ریاست په عمومي انتخاباتي کمپاینونو کې د افغانستان په اړه هېڅ هم نه دي ویلي او په دې اړه یې کوم ښکاره دریځ نه دی ښودلی. هغه ان په انتخاباتي مبارزو کې هم د افغانستان په اړه څه نه دي ویلي.

خو تر هغه مخکې یې دافغانستان په اړه ځینې څرګندونې کړې وې.

ښاغلي ټرمپ د امریکا د فلورېډا ایالت د اورلنډو په ښار کې د همجنسبازانو په یو نایټ کلپ باندې د برید په غندلو کې افغانستان یاد کړ. نوموړي د ۲۰۱۶ کال د جون په ۱۳ نېټه وویل سره له دې چې په اورلنډو کې د همجنسبازانو پر نایټ کلب بریدګر، عمر متین، په نیویارک کې پېدا شوی و، خو خټه یې افغان وه، او افغانستان کې زېږېدلی و.

ښاغلي ټرمپ په خپلې یوې انتخاباتي غونډې کې خپلو پلویانو ته وویل " قاتل افغان زېږېدلی و. او امریکا ته د راغلیو افغان مور او پلار زوی و. "

عمر متین د صدیق متین زوی و، چې څو میاشتې مخکې یې په اورلنډو کې د همجنسبازانو په نایټ کلب برید وکړ او ۴۹ تنه یې ووژل. دغه برید په امریکا کې د سپتمبر له پېښې وروسته تر ټولو خونړی بلل شوی دی.

ټرمپ، له دغې پېښې وروسته یو وارې بیا امریکا ته د مسلمانانو پر راتګ د بندیز غوښتنه تکرار کړه.

ښاغلي ټرمپ د ۲۰۱۶ کال د اپریل په ۲۹ نېټه فاکس نیوز ټلویزون سره په خبرو کې ویلي وو "موږ به په افغانستان کې پاتي شو ځکه زه فکر کوم دا په منځني ختیځ کې هغه هیواد دی چې موږ باید هلته تللي‌ وای او دغه هیواد د پاکستان په ګاونډ کې دی. موږ باید هلته پاتي شو او خپل تر وسې څه وکړو، د دې لپاره نه چې دا به یو عالي کار وي بلکه د دې لپاره چې موږ کوم بل انتخاب نلرو. ځکه خو زه وایم چې موږ باید په افغانستان کې پاتي شو او یوازې د دې لپاره چې دا هیواد پاکستان ته نژدې دی."​

ښاغلي ټرمپ د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په لومړیو کې سي ان ان تلویزون ته وویل چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د طالبانو پر رژیم پوځي یرغل سم کار و. ده وویل “موږ عراق ته په تلو کې تیر وتلي وو خو ما هیڅکله ندي ویلي چې زموږ ورتګ افغانستان ته تیروتنه وه”.

ښاغلي ټرمپ دغه راز ویلي ”افغانستان پاکستان ته نژدی دی. تاسو باید د (پاکستان) د اتومي وسلو په اړه ډیر محتاط واوسئ. هر څه په اتومي وسلو پورې تړلي ‌دي. که اتومي وسلې نه وي بیا لوبه بل ډول کیږي“.

ښاغلي ټرمپ د ۲۰۱۱ کال د اپریل په څلورمه د اوریلي فکټور په نامه د امریکا مشهور تلویزوني چاینل، فاکس، خپرونې کې د افغانستان په اړه څرګندونې وکړې. له هغه وپوښتل شول، چې ایا له افغانستان څخه ټول امریکايي ځواکونه به وباسي او طالبانو ته به دا اجازه ورکړي، چې بېرته واک ترلاسه کړي؟

هغه وویل "زه فکر نکوم، چې افغانستان دې د پاکستان هومره لویه ستونزه وي. ماټه ټول خلک وايي چې هغوی- طالبان- په پاکستان کې دي او په افغانستان کې نشته، چې د القاعدې مشر، اسامه بن لادن، په پاکستان کې و، موږ ولې هغوی ته د کال سلګونه میلیارده ډالره ورکوو؟ زه به پاکستان ته ووایم، ګورئ یارانو، زما خوښیږئ او موږ اسامه غواړو او که تاسو اسامه نه راکوئ، موږ میلیاردونه ډالر نه درکوو. پوهیږئ څه به وشي، اسامه بن لادن به د سترګو په رپ کې د سپينې ماڼې په دروازه کې ودرول شي".

خو، خبریال بیا خپله پوښتنه تکرار کړه، ایا له افغانستان څخه ځواکونه وباسئ؟

ښاغلي ټرمپ، په زغرده وویل " بلې، وباسم یې".

خو بیا به طالبان راشي؟

ټرمپ وویل" ګورئ، هغوی په هر حال کې بېرته راتلی شي، ځکه چې هغوی په پاکستان کې دي".

بیا وپوښتل شو، چې په دې صورت کې به پر پاکستان برید وکړئ؟

ټرمپ وویل "زه د ځواکونو د استولو ډېر پلوی نه یم. زه پر هوايي ځواک ډېر باور لرم. تاسو د هوايي ځواک تاثیر په لیبیا کې ولېده. تاسو له دې لارې د یوه سرتېري له وژلو پرته، پر هغوی اور غورځولی شئ".

خو، له دې لارې به ډېر ولسي خلک ووژنئ؟

ټرمپ وویل "نه داسې نه ده، که تاسو قوي استخبارات ولرئ، داسې نه کیږي، استخبارات هغه څه دي، چې دا هېواد یې اوس کم لري".

نو تاسو له افغانستان نه وځئ، سمه ده؟

ټرمپ وویل "د افغانستان په اړه باید ووایم، زه غواړم، خپل هېواد اباد کړم. تاسو پوهیږئ، په افغانستان کې یو ښونځی جوړويږي او هغوی- طالبان- راځي او ښوونځی ورانوي. هغوی لارې او سړکونه خرابوي، او موږ یې بېرته له سره جوړوو خو، په نیوارلینز او الاباما کې، موږ نوي ښوونځي نه جوړو".

دونالد ټرمپ د ۲۰۱۲ کال د مارچ په دیارلسمه نېټه هم د افغانستان په اړه څرګندونې وکړې. د هغه په خبرو کې، چې دفتر یې خپرې کړې، افغانستان "لوی کړکیچ" یاد شوی و.

ټرمپ ویلي وو "افغانستان یو کړکیچ دی. موږ ته څه کول په کار دي؟ موږ په افغانستان کې ویجاړۍ ورانۍ لرو، موږ آن خپل هېواد نشو چلولی. موږ خپل ښوونځي نشو رغولی، موږ خپلې لویې لارې نشو جوړولی، موږ هېڅ هم نشو جوړولی. له بلې خوا، افغانستان هم لرو، یو سړی په کې خپل اعصاب له لاسه ورکړي او خلک ووژني، نړیوال بیا له دې کبله موږ غندي او له موږ نه نفرت کوي. موږ باید پر خپل هېواد پېسې ولګوو، موږ باید خپل هېواد ورغوو، راځئ چې خپل کار وکړو او له افغانستان څخه ووځو. موږ په افغانستان کې میلیاردونه ډالره ضایع کړل، لسګونه انسانان خو پریږده، چې له لاسه مو ورکړل، هغوی نه یادوم چې له افغانستان نه راځي او له روانې ستونزو او کړاوونو سره مخامخ وي. موږ داسې مشرانو ته اړتیا لرو، چې په دې پوه شي، له دغو حالاتو سره څه ډول چلن وکړي".

ښاغلي ټرمپ د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ په ۱۱ نېټه، یو وارې بیا د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو ټېنګار وکړ، هغه پر خپل ټویټر پاڼې ولیکل "راځئ چې له افغانستان څخه ووځو. زموږ سرتېري د هغو افغانانو له لوري وژل کیږي چې، موږ روزلي دي. موږ هلته میلیاردونه ډالر ضایع کړل. دا د منلو نه دي!"

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG