د لاس رسي وړ اتصالات

ټډ کروز د افغانستان په هکله


ټډ کروز وايي په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو پاتي کیدل د هغوي د ماموریت پورې تړلې ده
ټډ کروز وايي په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو پاتي کیدل د هغوي د ماموریت پورې تړلې ده

رافایل اډوارډ "تد" کروز

ټډ کرزو د امریکا د ۲۰۱۶ کال په مقدماتي انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید دی. کروز د امریکا د ټکساس ایالت سناتور هم دی. ښاغلی کروز د ۱۹۷۰ کال د ډسمبر په ۲۲ نېټه زېږېدلی دی.

نوموړي د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په ۱۸ نېټه د چک ټوډ سره په یوې مرکې کې پر افغانستان خبرې وکړې. ټډ کرزو په دې باور دی چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پرېښودلو او نه پرېښودلو مسئله باید د امریکا په ماموریت پورې مربوطه وي. کله چې له هغه وپوښتل شو چې که د امریکا ولسمشر شو، افغانستان کې به امریکايي سرتېري وساتي کنه؟

ښاغلي کروز وویل "دا زموږ په ماموریت پورې تړلې مسئله ده. زه په دې باور نه یم، چې موږ دې په بهرنیو هېوادونو کې ښکلې ډیموکراسي پلې کړو او هڅه وکړو چې له عراق نه سوریزرلنډ جوړ کړو. خو زه باور لرم چې د دغو هېوادونو ساتل زموږ د پوځ دنده ده، دا هم زموږ د پوځ دنده ده، هغه جهادیان چې موږ وژني، پېدا او ووژني. د افغانستان په اړه قضاوت هم باید هلته پوځي حالاتو ته په کتو وشي، موږ د یو داسې ځواک جوړولو ته اړتیا لرو، چې القاعده، النصره او دا ډول نورې وشړو..."

ټډ کروز د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په ۳۰ نېته د امریکا د دفاع وزیر اشتن کارتر ته، د افغان پولیس له لوري پر ماشومانو د جنسي زور زياتيو په اړه یو لیک واستوه.

ښاغلي کروز پخپل لیک کې وايي "زموږ سرتېري باید د دغه زورزیاتي د ختمولو لپاره د افغان حکومت هلې ځلې وڅاري او یا باید پر ماشومانو د جنسي زور زیاتیو مخنیوي خپله دنده وګڼي. که افغان حکومت نغواړي په دغه برخه کې لاس په کار شي، امریکا باید په خپله دغه کار وکړي، که دا کار نکوي، نو باید له دغه ناوړه وضعیت نه زموږ سرتيري وباسي. د امریکا متحده ایالتونه نشي کولی چې لاس تر زنې کیني او په افغانستان کې دې بچه بازي همداسې روانه وي. که داسې وکړي، امریکا به د بشري حقونو په نه مراعتولو کې ښکیله شي او زموږ د سړیو او نارینو هغو قربانیو ته په سپک نظر وګوري، چې د افغانانو په استازیتوب یې ورکړي دي".

XS
SM
MD
LG