د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ امریکا کې زېږېدونکو ته د تابعیت په نه ورکولو غور کوي


ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته د وینا پر مهال
ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته د وینا پر مهال

د امریکا ولسمشر وایي چې د امریکا هغې پالیسۍ په بدلولو باندې غور کوي چې په امریکا کې زېږیدونکو ماشومانو ته د امریکا تابعیت ورکوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د هغه اداره هغو ماشومانو ته د امریکا تابعیت په نه ورکولو باندې غور کوي چي مور او پلار یي د امریکا اتباع نه وي او یا په غیر قانوني توگه امریکا ته راغلي وي.

ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: مونږ دغه موضوع په ډيره جدي توګه څیړو. زه په امریکا کې زیږیدونکو ماشومانو ته د تابعیت د حق ورکول یادوم. هر څوک چې وغواړي دلته راشي او زمونږ په ځمکه ماشوم وزېږوي. هر څوک د سرحد نه دیخوا ته را واوړي او ماشوم وزېږوي. دا د منلو وړ نه ده.

ولسمشر ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دورې کې د کډوالۍ په اړه سخته تگلاره پلي کړیده او اوس دغه موضوع د بیا انتخابیدو لپاره هم استعمالوي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا په اساسي قانون کې هر هغه ماشوم چې په امریکا کې پیدا شي، د امریکا د تابعیت حق لري.

XS
SM
MD
LG