د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت اخیستل نور هم سخت کړل


ګرین کارت
ګرین کارت

متحده ایالتونه ښايي هغو کډوالو او مهاجرینو ته چې وړیا روغتیايي بیمه، خواړه او سرپناه ترلاسه کوي، ګرین کارت/ دایمي اوسېدو اسناد ورنکړي.

د متحدو ایالتونو د فدرال قانون له پناه غوښتونکو غواړي چې دا ثابته کړي چې د ټولنې او حکومت په اوږو بار نه دي، خو نوې مقرره چې د دوشنبې په ورځ (اګست۱۲) اعلان شوه، یو لړ پروګرامونه او محدودیتونه اعلان رانغاړي چې ښايي د ګرین ګارت اخیستل نور هم ستونزمن کړي.

د متحدو ایالتونو د کډوالو ادارې اوس په دغه پروګرام کې روغتیايي بیمه، د کورنۍ عواید او تعلیمي مسایل هم ورزیات کړل. ولسمشر ټرمپ تل د کډوالو او مهاجرت په اړه سخت دریځ لرلی دی او دا تازه اقدامات امریکا ته د کډوالو د راتګ د کنترول یوه بله جدي هڅه بلل کیږي.

ولسمشر ټرمپ امریکا ته د لاټرۍ له لارې د کډوالو پر راتګ د بندیز غوښتنه هم کړې ده. ټاکل شوې چې دا نوې مقرره د روان میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې پلي شي.

هغو کډوالو چې د امریکا تابعیت یې ترلاسه کړی دی، په دغه پروګرام کې نه راځي. د امریکا د کډوالو د ادارې یوه چارواکي”کن کوچینیلي“ وویل چې نوې مقرره د ولسمشر ټرمپ د پیغام سره برابره ده او په خبره یې امریکا خودکفا خلک غواړي. په امریکا کې د کډوالو (۶.۵) فیصده اړمن ګرین کارت لرونکي وړیا مرستې ترلاسه کوي.

د نویو مقرراتو منتقدین په دې باور دي چې ښايي یو شمېر اړمن کډوال او پناه غوښتونکي له ګرین کارت څخه د محرومیت د ډار له کبله د مرستو غوښتنه ونکړي. دوی وایي نوي مقررات ډېر عمومي دي او د کډوالو د ادارې چارواکو ته دا صلاحیت ورکوي چې د ډېرو پناه غوښتونکو او مهاجرو د اقامت حق واخلي.

په اوسط ډ‌ول هر کال ۵۴۴ زره کسان په امریکا کې ګرین کارت اخیستو لپاره غوښتنلیکونه سپاري، د امریکا د حکومت شمیرې ښيي نوي مقررات به په ۳۸۲زره کسانو اغیز وکړي.

په امریکا کې د ۱۹۹۹ راپدیخوا نافذې مقررې کې هغه کسان شامل دي چې له حکومت نه مالي او خوراکي مرستې ترلاسه کوي.

د نوې مقررې له مخې د امریکا د کورني امنیت وزارت به هغه کسان معلوم کړي چې د دریو کلونو په جریان کې یې نقدې پیسې، بیمه او وړیا سرپناه ترلاسه کړېده .

دغه مقرره تیر کال وړاندیز شوې وه، چې پر وړاندې غبرګونونه راوپاریدل او بلاخره په ځینو مواردو کې یې تعدیل راوستل شو.

د بیلګې په توګه امیدواره میرمنې چې وړیا بیمه ترلاسه کوي د امیدوارۍ په جریان او د ماشوم له زیږون څخه ۶۰ ورځې وروسته له دغې مقررې څخه مستثنی دي. همدا شان هغه کسان چې لږه ګټه کوي او له عامه مرستو ګټه اخلي هم له دغې مقررې څخه مستثنی دي.

نوې مقرره د ګرین کارټ له غوښتونکو څخه غواړي چې د تیرو دریو کلونو مالي اسناد ،د کار او ماموریت تاریخچه له غوښتنلیک سره ضمیمه کړي.

XS
SM
MD
LG