د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د فوټبال ملي لوبډلې غړو ته آپارتمانونه ورکړل


افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې د جنوبي آسیا د فوټبال اتلولي ګټلې وه.
افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې د جنوبي آسیا د فوټبال اتلولي ګټلې وه.

افغان حکومت د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې ۲۷ غړو ته په کابل کې د یو یو آپارتمان کلي ورکړه.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د فوټبال د ملي لوبډلې له غړو سره د دغو آپارتمانونو د ورکولو ژمنه، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال شوې وه.

ښاغلي عبدالله وویل "زه مننه کوم د کرزي صاحب له دغه قدرداني څخه چې په هغه وخت کې یې د فوټبال له ملي ټيم څخه کړی وو، خو هغه مهال د دغو اپارتمانونو د جوړیدو کار بشپړ شوی نه وو، اوس فُرصت برابر شو، چې نن یې کلي ګانې ستاسې په واک کې درکړل شي"

ښاغلي عبدالله په تیرو کلونو کې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دغې لوبډلې افغانانو ته خوښي وربښلې ده.

که څه هم د افغانستان د فوټبال ملي لوډلې تر اوسه نړیوال جام ته لاره نه ده موندلې خو په ۲۰۱۳ کال کې یې د جنوبي آسیا په کچه اتلولي ګټلې ده.

هغه مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د فوټبال ملي لوبغاړو ته د آپارتمانونو د ورکولو ژمنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG