د لاس رسي وړ اتصالات

فنلند: د افغانستان سره د مرستو شرایط سخت کیږي


د فنلند د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو
د فنلند د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو

ټاکل شوی چې د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ژمنه شوې مرستې تر دوو میاشتو پورې پای ته ورسیږي او د فنلند حکومت چې د افغانستان سره د مرستو لپاره د ژنیو د کنفرانس کوربه هیوادونو له ډلې څخه دی په دغه بهیر کې یې د عمده بدلونو خبر ورکړ.

د فنلند د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو، وویل چې یو عمده بدلون د مرستو ارزول د څلور کالو څخه یو کال ته راټیټیدل دي.

هغه وویل چې د مرستو د ارزولو په ترڅ کې به "سخت شرایط" تطبیق شي، تر څو په افغانستان کې د فساد په هکله د مرسته کوونکو هیوادونو او سازمانونو اندیښنو ته ځواب وویل شي.

هغه وویل چې ددغو "سختو شرایو" د وضع کولو بل هدف په حقوقي برخه کې د پرمختګونو ساتل دي چې د امریکا په مشرۍ ځواکونو له خوا د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته په افغانستان کې رامنځ ته شوي دي.

د فنلند د بهرنیو چارو وزیر وویل مرسته کوونکې ټولنه نه غواړي چې د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.

پدې ترڅ کې نړیوال بانک وايي چې د اقتصادي فرصتونو کمبود به د سولې بهیر ستونزمن کړي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس هنري کیرالي، وویل: "د پوره اقتصادي فرصتونو نه شتون په صورت کې به افغان ځوانانو ته د سولې به مسیرذ کې حرکت ډیر ستونزمن وي."

د طالبانو ډلې تر اوسه د ۱۹ کالو د لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړوند د نړیوالې ټولنې اندیښنې ته غبرګون ندی څرګند کړی او نه یې دي ویلي چې ددې ډلې استازې دغې غونډې ته بلل شوی او که نه.

ټاکل شوی دغه کنفرانس د نومبر له ۲۳ نه تر ۲۴ پورې د سویس په ژنیو کې وشي.

د افغانستان اندیښنه

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر،‌ نن د افغانستان په ولسي جرګې کې وویل چې د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو خطر شته.

ښاغلي اتمر زیاته کړه: "ددې خطر شته چې نړیواله ټولنه خپله ناتواني څرګنده کړي. پرون نړیوالې ټولنې د افغانستان دولت او مقابل لورې ته چې له مونږ سره په مذاکره بوخت دي، د نړیوالو مرستو په خاطر لس اساسي شرایط وړاندې کړل."

هغه وویل چې پدغه شرایطو به د کابینې په غونډه کې غور وشي. خو په هکله یې نور جزییات ورنکړل.

د ښاغلي اتمر په باور د ناامنیو شدت، د نړیوالې ټولنې د مرستو احتمالي کمیدل، د کروناویرسو په وجه د افغانستان د اقتصادي ودې راټیټیدل او جګړه ښایي د افغانستان په هکله نړیواله او سیمه ییزه اجماع زیانمنه کړي.

خو د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال، هیله من دی چې نړیواله ټولنه به د ژنیو په کنفرانس کې د تیرو کلونو په څیر د افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ارغندیوال ټینګار وکړ چې د مالیې وزارت د راتلونکو څلورو کلونو لپاره یو لړ مشخص اقدامات او تدابیر نیولي دي چې په پلي کیدو سره به یې افغانستان د اقتصادي پلوه په ځان متکي شي.

XS
SM
MD
LG