د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ایران لخوا د بالستیک او کروز توغندیو د ازموینې په غبرګون کې ویلي دي چې تهران باید د دې ازموینو پر ځای د "ایران د خلکو هوساینې" ته پام وکړي.
ددې وزارت یوه ویاند د ایران په خاوره کې د وروستي پوځي تمرین په غبرګون کې د امریکا غږ فارسي څانګې ته وویل: "د ایران لخوا د بالستیک او کروز توغندیو د وړتیاو پراختیا او ازموینه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۲۹ پرېکړه لیک څخه ښکاره سرغړونه ده."
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: "د (ایران) مشران باید د بالستیک توغندیو د ازموینې او له ترهګرۍ څخه د ملاتړ پر ځای، د خپلو هغو خلکو پر هوساینې تمرکز وکړي چې د اوبو او انرژۍ له بحران سره مخ دي."
ایران د دولتي اژانس، ایرنا، د راپور له مخې، د "سهند – ۲۰۲۵" ګډ تمرینات د ډسمبر له لومړۍ نېټې څخه د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې پیل شوي وو او د پنځو ورځو لپاره یې دوام درلود.
ایرنا ادعا کوي چې دا پوځي تمرینات د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې شوي دي.
په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر، پیټ هېکسېټ، وايي د هغو بریدونو سره سره چې دې هېواد او اسرائیل د جون په میاشت کې پر ایران وکړل، تهران لا هم په منځني ختیځ کې یو ګواښ ګڼي.
هېګسېټ دا څرګندونې په واشنګټن کې د دفاعي صنایعو له مشرانو سره په خبرو کې وکړې او ویې ویل: "د (نیمې شپې څټک) عملیاتو سره، نړۍ د لسیزو شکونو وروسته، د ایران د اټومي پروګرام په له منځه وړلو کې د امریکا د پوځي ځواک پرېکنده اغېز ولید."
د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر زیاته کړه: "ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو حق نه لري او دا ژمنه یې عملي کړه. نورو هم خبرې کړې وې، خو دا ټرمپ و چې پایلې ته ورساوه [دا خبره یې عملي کړه]."
فورم \ دبحث خونه