د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د دغه هېواد له وګړو غوښتي چې د جدي امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته سفر ونه کړي.
دغه وزارت د ۲۳ هغو هېوادونو نوملړ خپور کړی چې د سفر په اړه یې تر ټولو لوړه کچه خبرداری ورکړل شوی او امریکايي وګړو ته سپارښتنه شوې چې په هېڅ ډول شرایطو کې دغو هېوادونو ته سفر ونه کړي.
د افغانستان ترڅنګ، ایران، عراق، لبنان، روسیه، سوریه، اوکراین او یمن هم په دغه نوملړ کې شامل دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفر خبرداري په څلورو کچو وېشل کېږي. څلورمه کچه یې تر ټولو لوړه امنیتي درجه ده، چې مانا یې «سفر مه کوئ» ده.
ترهګریز ګواښونه، تښتونې، خپلسري نیونې، جرمونه، ناامني او محدود روغتیايي امکانات هغه لاملونه دي چې له کبله یې ځینې هېوادونه د امریکا د سفر د منع په نوملړ کې شاملېږي.
د طالبانو حکومت په دې نوملړ کې د افغانستان د شاملېدو په غبرګون کې دغه اقدام «ناموجه» بللی او ټینګار یې کړی چې بهرني وګړي په افغانستان کې له امنیتي ګواښ سره مخ نه دي.
د امریکا حکومت د روان کال په مارچ میاشت کې افغانستان د «خپلسرو نیونو ملاتړی دولت» بللی و او له طالبانو یې غوښتي وو هغه امریکايي وګړي خوشې کړي چې د واشنګټن په وینا، په ناعادلانه توګه یې بندیان کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په هغه وخت کې ویلي وو: «طالبان د ترهګرۍ له تاکتیکونو، د پیسو یا سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو د یرغمل نیولو کار اخلي. دا کرغېړن تاکتیکونه باید پای ته ورسېږي.»
د امریکا د حکومت د معلوماتو له مخې، طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې یو شمېر امریکايي وګړي په ناعادلانه توګه نیولي دي. د هغوی ځینې خوشې شوي، خو د امریکا د چارواکو په وینا، محمود شاه حبیبي لا هم د طالبانو په بند کې دی.
طالبانو بیا ویلي چې د محمود شاه حبیبي په نوم څوک د دوی په بند کې نشته.
فورم \ دبحث خونه