د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد انقره کې د جنرال دوستم سره د سولې په مسله خبرې کړي


ښاغلي خلیلزاد او جنرال دوستم په انقره کې سره کتلي
ښاغلي خلیلزاد او جنرال دوستم په انقره کې سره کتلي

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي، چې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ماښام ( کب لومړۍ ورځ) د جنرال عبدالرشید دوستم سره د ترکیې په پایتخت انقره کې د سولې په مسله خبرې کړي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر په یوه اعلامیه کې،چې د فیسبوک په رسمي پاڼه یې خبره کړې، ویلي، جنرال عبدالرشید دوستم اوس مهال د ترکیې څخه لیدنه کوي.

زلمی خلیلزاد تیره ورځ له کابل څخه ترکیې ته رسیدلی دی.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر په دغه اعلامیه کې ویلي،په دې کتنه کې، چې د ښاغلي دوستم د اوسیدانې په ځای کې شوې، د سولې بهیر، د سولې د مشورتي جرګې د جوړیدو او د جمهوري ریاست د ټاکنو په باب دواړو خپل نظریات سره شریک کړي دي.

دا اعلامیه وايي، چې جنرال دوستم د طالبانو سره د خبرو د زمینې د برابرولو، افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدلو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د ژمنو او په افغانستان کې د تل پاتې ثبات د ټینګیدو لپاره له ښاغلي خلیلزاد څخه د هغه د هڅو مننه کړې ده.

جنرال دوستم ویلي، چې په افغانستان کې څلویښت کلنه جګړه د ټولو په ګډون د یو بین الافغاني تفاهم په صورت کې پای ته رسیدلی شي.

هغه په دې برخه کې د نظام په دننه کې باور جوړونه او د هیواد په کچه د ملي اجماع رامنځ ته کیدل مهم ګڼلي او ویلي دي، چې د سولې پر مهال باید د افغانستان د تیرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي.

د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ (کب لومړۍ) له کابل څخه ترکیې ته تللی دی.

ښاغلي خلیلزاد ترکیې ته له روانیدو وړاندې په کابل کې هم د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو او د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي له استازو سره په یوه ګډه غونډه کې هم ګډون کړی وو.

همداشان ښاغلي خلیلزاد د اجرائیه رئیس عبدالله ، د پخوانیو مجاهدینو د یو مشر استاد عبدالرب رسیاف، د یو شمیر افغان میرمنو له استازو او د افغانستان امریکايي پوهنتون د محصلینو سره هم د سولې په مسله خبرې کړې وې.

ټاکل شوې، چې ښاغلی خلیلزاد به د را راونې دوشنبې په ورځ ( کب ۶مه) د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو له استازو سره د سولې د روانو خبرو په دوام بیا خبرو ته کښیني.

طالبانو دمخه په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې د دغې ډلې یو پلاوی به د دوشنبې په ورځ د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په مشرۍ پلاوي سره خبرې وکړي.

طالبانو په اسلام اباد کې هم تیره اونۍ د ښاغلي خلیلزاد سره د خبرو لپاره چمتوالی ښودلی وو، خو دغې ډلې وروسته وویل، چې د ملګرو ملتونو او د امریکا د بندیزونو په لیست کې د طالبانو د مرکچي پلاوي د یو شمیر غړو د نومونو له امله یې پلاوي اسلام اباد ته سفر ونشو کړی.

خو په پاکستان کې یو امریکايي دیپلومات امریکا غږ ته ویلي وو، چې تیره اونۍ ښاغلي خلیلزاد اسلام اباد ته د سفر کوم پلان نه درلود.

د سولې دا هڅې په داسې حال کې چټکې شوي، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس او د سیمه ییزې اجماع په برخه کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د کب د میاشتې ۲۶ مه د سولې د مشورتي جرګې د جوړیدو لپاره د ورځې په توګه اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG