د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم په انقرې کې په اساسي قانون کې د اصلاحاتو هڅې پیل کړې


د افغانستان د جمهوري ریاست لومړنی مرستیال عبدالرشید دوستم ویلي دي چې د نورو سیاستمدارانو سره یو ځای به د افغانستان په اساسي قانون کې د اصلاحاتو په راوستلو کار وکړې.

یوې دپلوماتیکې منبع دغه خبرې په ترکیې کې د امریکا غږ د ترکیې څانگې ته کړیدي.

د یادونې وړ ده چې دغه خبرې تیره میاشت د ښاغلي دوستم د مشر زوي د واده په مراسمو کې شویدي.

هغه کسان چې دوستم د خپل زوي واده ته رابللې و، په هغې کې صلاح الدین رباني، محمد محقق او د بلخ والي عطا محمد نور شامل و.

ښاغلی دوستم د می په ٢٠ نیټه ترکیې ته تللی او هلته یې خپل طبي معاینات هم کړې او د زوي واده ېې هم و.

داسې ویل کیږي چې دوستم د افغانستان نه ترکیې ته په خپله خوښه ځان تبعید کړیدی ، ځکه چې په افغانستان کې د هغه په ضد ځینې قانوني دعوې روانې دي. افغان چارواکو په دی هکله څه نه دي ویلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم په ترکیې کې د دوستم د موجودیت په هکله د تبصرې نه ډډه کړیده.

په انقره کې ډپلوماتیکې سرچینې چې د دوستم سره نژدې اړیکې لري د امریکا غږ د ترکیې څانگې ته د نوم د نه څرگندولو په شرط وویل چې ښاغلي دوستم دغه خبرې د خپل زوي د واده په وخت کړیدي.

دوستم په انقرې کې دوه کورونه لري.

دغې سرچینې امریکاغږ ته وویل چې "د افغانستان دغه مشران چې دوستم یې کوربه و په دی سره موافق شول چې په اساسي قانون کې به د اصلاحاتو لپاره ژر تر ژره کار شروع کړې."

XS
SM
MD
LG