د لاس رسي وړ اتصالات

'پر غزې او لویديځې غاړې باندې د اسرائیل په بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي'


په تېرو سلو ورځو کې اسرائيلي ځواکونو پر غزې پراخ هوايي او ځمکني بريدونه کړي او د دې سيمې ډېرې برخې يې په کنډوالو بدلې کړې دي.
په تېرو سلو ورځو کې اسرائيلي ځواکونو پر غزې پراخ هوايي او ځمکني بريدونه کړي او د دې سيمې ډېرې برخې يې په کنډوالو بدلې کړې دي.

د حماس تر کنټرول لاندې غزې کې د روغتیا وزارت مسؤلینو د پنجشنبې په ورځ، جنورۍ ۱۸ (مرغومی ۲۸مه) وویل چې د غزې تړانګې پر جنوبي برخې د اسرائیل په تازه بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

په لویديځه غاړه کې،‌ چیرې چې د غزې د جګړې سره جوخت هلته هم تاوتریخوالي زور اخیستې، روغتیايي مسؤلینو ویلي چې د طولکرم ښار شاوخوا سیمو کې د اسرائیل‌ په پوځي عملیاتو کې شپږ تنه وژل شوي دي.

د حماس او اسرائیل ترمنځ د تیرو ۱۰۰ ورځو جګړې په ترڅ کې، په لویدیځه غاړه کې د هرې ورځې په تیریدو سره تاوتریخوالي زیاتیږي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د غزې د رفح په ښار کې، چیرې چې ډېر اوسیدونکي یې د اسرائیل د هوايي بریدونو له ویرې تښتیدلي دي، د یو کور د ۱۶ اوسیدونکو په ګډون، ۹۳ کسان وژل شوي دي.

ددغه وزارت لخوا په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي: "په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي." د حماس تر کنترول لاندې غزې د روغتیا وزارت دا څرګندونې په خپلواکه توګه نه تائید او نه هم رد شوي دي.

په ورته وخت کې د حماس ډلې د غزې په جنوبي ښار خان یونس او د فلسطیني کډوالو پر کمپونو د لسګونو بریدونو خبر ورکړی دی.

د فرانس پرس خبري اژانس د خبر په حواله، د ماسپښین په لومړیو کې د غزې د جنوبي سیمې په شاوخوا کې د یوې زورورې چاودنې غږ واوریدل شو.

خو بلخوا د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ‌ وویل، چې په خان یونس کې د تیرې ورځې په اوږدو کې لسګونه وسله وال اورپکې وژل شوي دي.

د فرانس پرس د خبري اژانس د رسمي ارقامو له مخې، پر اسرائیل د حماس ډلې د اکتوبر د اوومې برید وروسته چې د شاوخوا ۱۱۴۰ تنه پکې ووژل شول، اسرائیل د حماس د "له منځه وړلو" ژمنه وکړه.

په غزه کې چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، د روغتیا وزارت مسؤولین وايي، پر غزې د اسرائیل په هوايي او ځمکینو بریدونو کې تر اوسه ۲۴۴۴۸ کسان وژل شوي، چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

همدارنګه د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، په سرحدي سیمه کې د اسرائیل او د لبنان حزب الله ډلې ترمنځ نږدې هره ورځ د ډزو تبادله کیږي.

بلخوا ملګري ملتونه وايي، غزې ته چې د قحطۍ او ناروغیو له ګواښ سره مخامخ دي، د سمدستي بشري مرستو اړتیا شته دی.

قطر د چهار شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې د جګړې دواړو لورو ( اسرائیل او حماس) د فرانسې او قطر په منځګړتوب هوکړه کړې چې د غزې له خلکو او د حماس ډلې لخوا د یرغمل شویو کسانو لپاره درمل او نورې مرستې راوړي.

تر دې مخکې د قطر او فرانسې په مرستو بار دوه الوتکې غزې ته څېرمه د مصر العریش ښار رسیدلې وې.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې، دا هوکړه"د مرستې هڅو لپاره خورا مهم شیبه" بللی ، چې له مخې یې تمه کیږي، ۴۵ یرغمل شوي دارو درمل ترلاسه کړي.

په لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالي په اسرائیل د اکټوبر د اوومې نیټې له برید څخه دمخه هم زیات و، خو د اسرائیل او حماس‌ ترمنځ د جګړې وروسته دغه تاوتریخوالی لاپسې زور اخیستې دی.

په ورته وخت کې د فلسطین د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې وویل، چې له تیرو دریو میاشتو راهیسې اسرائیلي ځواکونو لږ تر لږه ۳۶۰ فلسطینیان د اردن لویدیځه غاړه کې وژلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG