د لاس رسي وړ اتصالات

دواړه مخکښ کاندیدان امریکاسره ددوه اړخېز امنیتي تړون د لاسلیکولو طرفداردي


امریکايی کارپوه ډاکټر ماروین واین بم
امریکايی کارپوه ډاکټر ماروین واین بم

ډاکټر ماروین واین بم وايي ددواړو مخکښو کاندیدانو د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې به د امریکا او اوروپا په اړه څه خاص توپېر نه وي.

ډاکټر ماروین واین بم ددې پوښتنی په ځواب کې چې دافغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دوه مخکښ کاندیدان به ستاسی په نظر دافغانستان بهرنۍ پالیسي د امریکا او او رو پا سره څنگه پر مخ بوزي.
په داسی حآل کې چې امریکا او نړۍ واله ټولنه دېته ځان چمتو کوی چې د 2014 کال په آخر کې له دغه هېواد نه ووزي.
مستقیمه لیکه

ډاکټر واین بم وویل چې زه دواړه مخکښ کاندیدان، ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غنی احمدزی پېژنم.
په دې کې ډاکټر عبدالله د خپل فکر اونظر او همدارنگه د ژوند د ترجیجاتو له پلوه، غرب ته نېژدی دی. او په ځېنی مواردو کی حتی له ډاکټر اشرف غني نه هم د غرب سره د ښو ا ړېکو ددرلودلو له پلوه، زېات طرفداردی. نو زه د دواړو ترمنځ د توپېر په برخه کې ډېر ټینگار نه کوم.

ډاکټر واین بم خپلو خبرو ته داسی ادامه ورکړله:01
"... ترکومه چې په بهرنۍ پالیسۍ پوری اړه لري زه به په دې خبره ټېنگار وکړم چی ددې دواړو ترمنځ کومه فاصله اوتوپېر نشته دی. که څه هم دهغوی تعلیمي اوکاري سابقه له یوبل سره مشابه نده. خوکله چې د بهرنۍ پالیسۍ مسله منځته راشي نوهغوی زېات مشابهت او ورته والی لري.
خو د داخلی پالیسۍ اوکړنلاری په برخه کې ېوڅه اختلاف نظر موجود دی خو هغه هم د اصلاحاتو په برخه کی ندي.
ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ مخکښ کاندید
ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ مخکښ کاندید


خوموږ او تاسې په دې پوهېږو چی ښاغلی عبدالله به په داخل کې ېو مختلف ډول حکومت خوښ کړي. نو داهم د اختلاف نظر ېوه مهمه مسله ده.
ډاکټر واین بم ددواړو کاندیدانو د خارجی پالیسۍ او له امریکا سره داړېکو په باب دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې زه فکر کوم دا ډېره روښانه ده چې ددغو دواړو کاندیدانو په بهرنۍ پالیسۍ کې په دا اوس وخت کې ډېر لږ تفاوت موجود دی. ډاکټر واین بم خپلو خبرو ته داسی ادامه ورکړله: 02
"... موږ پوهېږو چی دواړو مخکښو کاندیدانو دا خبره کړېده چې دوی د امریکا سره د دوه اړخېز امېنتی تړون د لاسلیکولو طرفداردي. په ټولیز ډول داسی ښکاری چی د ددواړو کاندیدانو د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې به ډېر مشابهتونه موجود وی چې په څه ډول دافغانستان اړېکی له امریکا سره او اوروپا سره پر مخ بوزي".
ډاکټر واین بم نه پوښتنه وشوه چې تاسی ته د ددو مخکښو کاندیدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزی په داخلی پالیسۍ کې د افغانستان د حکومت د نوعیت په برخه کې څه توپېر ښکاری که نه.؟ په افغانستان کې دابحث کله ناکله کېږی چې د حکومت کوم ډول به دافغانستان د شرایطو په نظر کې نېولو سره دخلکو لپاره گټور وي، چې په دې کې د حکومت جمهوری ډول او پارلېمانی ډول شامل دي.

دا دواړه سېستمونه خپلی گټی او تاوانونه لری، خو تاسی په دې برخه کې څه فکر کوئ؟ ډاکټر ماروین واین بم وویل:03
".... د کورنۍ ېا داخلی پالیسۍ په برخه کې د کاندیدانو ترمنځ اختلافات شته دي. دواړو کاندیدانو په ټېنگه دا ویلی دي چی دوی به د اداري فساد خلاف د سختو اقداماتو عملی کولو ته دوام ورکړي. هغوی داخبره په ډېر قوت او صراحت کړېده او زه فکر کوم چې دوی دواړه به لږ ترلږ په دې برخه کې کوشش وکړي، چی ددې ستونزی چاره وکړي. که څه هم دا به ډېره گرانه وي".
ډاکټر اشرف غني احمد زی د ولسمشرۍ دوېم مخکښ کاندید
ډاکټر اشرف غني احمد زی د ولسمشرۍ دوېم مخکښ کاندید



ډاکټر واین بم دافغانستان د داخلی پالیسۍ لکه په اساسی قانون کې دبدلون راوستلو په برخه کې داسی وویل:04
".. په ا ساسي قانون کې د بدلون راوستلو په مسله کې، ډاکټر عبدالله له ډېر پخوار اهیسی داخبره کړېده چې دی د پارلیمانی رژیم طرفداردی. په دې کې ېومخلوط سیستم منځته راتللی شی، چې جمهوررئیس به منتخب وی، خو صدراعظم به هم ولري. صدراعظم به په پارلېمان کې د اکثریت داېتلاف نماېندگی کوی. په دې توگه په نتیجه کې د قدرت اشتراک منځته راځي.
داکار د اوسنی ولسمشر حآمد کرزي په دوره کې ونشو، ځکه چې دافغانستان اوسني اساسی قانون د جمهوررئس لپاره زښت ډېر قدرت او اختیارات ورکړیدي".
په مرکه کې داداری فساد خبره ېاده شوله. که څه هم داداخلي مسله ده خود بهرنېو هېوادونو له خوانه د ېوې غټې ستونزې په نظر کتل کېږی.
په دې ورځو کې ېوځل بېا په افغانستان کې داداری فساد او دمخدره موادو د تولېد او قاچاق په برخه کې چې د افغانستان لپاره څومره زېانونه لري، ډېر غټ بحث روان دی.
د امریکا ېوه جگپوړي جنرال د اپریل په دیرشمه وویل چې اداری فساد په افغانستان کې تر ټولو غټ خطر دی. هغه د چارشنبی په ورځ وویل چې د جنگ ځپلی افغانستان د آېنده لپاره ترټولو ناوړه خطر طآلبان نه بلکه اداری فساد دی.
XS
SM
MD
LG