د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي کارپوه: طالبانو سره خبرې د هغو مشروعیت زیاتوي


امریکا او افغان چارواکي هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړې
امریکا او افغان چارواکي هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړې

دطالبانو د اجنډا په سر کې ډیره مهمه خبره داده چې که وکولی شي نو هڅې کوي چې امریکا او نړۍ واله ټولنه د کابل له رژیم نه جلا کړي.

ډاکټر واین بم وايي هرځل چې موږ له طالبانو سره خبرې کوو، دهغوی مشروعیت زیاتوو.

د سیاسی علومو پوهاند ډاکټر ماروین واین بم امریکا غږ همکار نسیم ستانیزي ته په یوې ځانګړې مرکې وویل"...له خاص استازي خلیلزاد سره د طالبانو د سیاسی نمایندگانو مجلس یو پرمختگ دی، خو یو مهم ټکی له نظره غورزوي؛ هغه داچی طالبان له ډیر پخوا راهیسې لېوال دي چی له امریکا سره خبرې وکړي."

پروفیسر ماروین وايي خو طالبان لاتراوسه پورې دیته چمتو ندي چې د کابل له حکومت سره خبرې وکړي."

نوموړی وايي" دا دوه ډیرښه دلیلونه لري. او دا د سولی له کولو سره په لنډه موده کې هېڅ تړاو هم نلري.یو دلیل دادی چی هغوی غواړي بندیان ېې خوشي شي. طبعا به امریکایان دهغوی بندیان خوشي کوي نه دکابل حکومت. نوله همدی امله هغوی هېڅ دلیل نلري چې د کابل له حکومت سره خبرې وکړي."

د طالبانو دویم دلیل دادی او هغوی له ډېر وخت راهیسې داخبره کوی او هېڅکله ېې پکې بدلون ندی راوستی او هغه دا چی ټول بهرني پوځیان دی له ا فغانستان څخه ووزي. نوترهغی وروسته به موږ د سولې په تړاو په ټینگه خبرې وکړو. “

ښاغلی واین بم ددې پوښتنې په ځواب کې چې له طالبانو سره د ځینو امریکايي چارواکو د خبرو ځانگړتیا په څه کې وه، وویل" زما فهم دادی چی په قطر کې د خلیلزاد مجلس له طالبانو سره د تیرو څو نورو مجالسو په څېر و. خو ددې مجلس ترټولو ستربری داو چې دا پریکړه پکې وشوه چې موږ به بیا له یوبل سره خبر ې وکړو. نه داچی موږ په دې مجلس کېکوم څه سرته ورسول. ځکه چې ډیر څه ترینه نه ترلاسه کیدلی نشول."

د سیاسی علومو پوهاند ماروین واین بم زیاتوي چې دطالبانو د اجنډا په سر کې ډیره مهمه خبره داده چی که وکولی شي نوغواړي هڅې وکړي چی امریکا او نړۍ واله ټولنه د کابل له رژیم نه جلا کړي. له دېنه پرته هرځل چی موږ له طالبانو سره خبری وکړو، موږ دهغوی مشروعیت زیاتوو.

امریکايي کارپوه: طالبانو سره خبرې د هغوي مشروعیت زیاتوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

XS
SM
MD
LG