د لاس رسي وړ اتصالات

موټر چلوونکي د کابل-جلال اباد لارې د بنسټیزې رغونې غوښتنه کوي


د ماهیپر په سیمه کې د غر ښویېدو له کبله دا لار د څو ورځو دپاره تړلې وه.
د ماهیپر په سیمه کې د غر ښویېدو له کبله دا لار د څو ورځو دپاره تړلې وه.

که څه هم د کابل - جلال اباد لویه لار د ماهیپر په سیمه کې د غره د ښویېدو له پیښې وروسته اوس د ترافیکو پر مخ خلاصه ده، خو د دې لارې یو شمېر موټر چلوونکي او مسافر وایي چې پر دغه لار دې اساسي کار وشي تر څو د بیا ځلې غر ښوېیدو مخه ونیول شي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې، د کابل - جلال اباد پر لویه لاره د ماهیپر په سیمه کې غر ښویېدلی وو چې څو ورځې دغه لار د ترافیکو پرمخ تړلې وه.

د دې لارې یو شمېر موټر چلوونکي او مسافر وایي، اوس هم چې کله پر دغه لاره تګ راتګ کوي د تیږو له ښویېدو ویره لري.

موټر چلوونکی صدام د شاوخوا څلورو کالونو راهیسې په دغه مسیر موټر چلوي او وايي، که څه هم د لارې خلاصېدو ته خوښ دی، خو د ژمي له پیل وړاندې د مسوولو مقاماتو له خوا دې لارې ته د پاملرنې او د غره ښویېدو د پیښو د مخنیوي غوښتنه کوي.

هغه وايي: "وقایه له معالجې غوره ده. په کار ده چې د ناوړه پیښو مخنیوی مخکې له مخکې وشي. که نه، له دې وروسته بارانونه او واورې کیږي، او کیدای شي موږ له دا ډول نورو مشکلاتو سره مخامخ شو."

بل موټر چلوونکی محمد خان هم د دې لارې د اساسي جوړولو غوښتنه کوي او وايي، له دغه مسیر څخه تل په دې وېره کې تیريږي چې له غره څخه د ښویېدونکو تیږو لاندې نشي.

دغه راز په دې سیمه کې د یو ساختماني شرکت مسوول باور خان، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سړک د سر تیږي یې لیرې کړي او په دغه لاره کې کومه ستونزه نشته، خو د سړک پر غاړه د غره څخه د راښویېدلو تیږو د پاکولو چارې روانې دي.

بلخوا د اړوندې موضوع په اړه د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پژواک ته وویل چې د کابل – جلال اباد لاره اوسمهال خلاصه ده او ټول هېوادوال د دغې لارې په اصلي مسیر تګ راتګ کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ماهيپر په سیمه کې غر ښویېدنه رامنځته کېږي بلکې د کابل - جلال اباد لارې په اږدو کې ډیر ځله دغسې پېښې رامنځته شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG