د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د ‌‌‌‌‌‌ډرون برید ۱۲بهرني داعش وسله وال وژلي


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي په دې وروستیو اونیو کې په دغه ولایت کې د داعش پر مرچلو د ډرون بریدونه ډیر شوي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي په دې وروستیو اونیو کې په دغه ولایت کې د داعش پر مرچلو د ډرون بریدونه ډیر شوي.

ننګرهار کې چارواکي وايي، چې تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ په په اوغز او مهترخان سیمو کې بې پیلوټه طیارې بریدونه کړي چې له امله یې د اسلامي دولت یا داعشڅوارلس وسله وال، چې دولس یې بهرنیان دي وژل شوي دي.

ختیځ کې د ملي اردو د قوماندانۍ ویاند ‌‌‌‌‌‌ډګرمن شیرین اقا امریکا غږ ته وویل، چې په دغو بریدونو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ځینې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

ډګرمن شیرین اقا، دا ونه ویل چې وژل شوي بهرنیان د کوم هېواد دي، خو د چارواکو له قوله د داعش وسله وال ‌‌‌‌‌‌ډېر یې پاکستانیان دي.

اوړمه شپه هم د همدغې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې ‌‌‌‌‌‌ډرون برید کې د اته داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.

د هسکې مېنې ولسوال سازولي شینواري امریکا غږ ته وویل، چې په هسکه مېنه کې د داعش پر مرکزونو بمبارۍ زیاتې شوي دي.

نوموړي وویل چې د هسکه مینې لرې پرتو ساحو کې د داعش نفوذ لري.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG