د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې ‌‌‌‌‌‌ډرون برید د ښوونځي درې ماشومان وژلي


د ډرون دا برید اوړمه ورځ د ماڼوګي ولسوالۍ د لېچلام سیمه کې شوی دی.
د ډرون دا برید اوړمه ورځ د ماڼوګي ولسوالۍ د لېچلام سیمه کې شوی دی.

د کونړولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د ماڼوګيپه ولسوالۍ کې داسلامي دولت یا داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په یوه غړي په هوایي برید کې د دغې ډلې د یو وسله وال د وژل کیدو ترڅنګ درې ماشومان هم وژل شوي دي.

د ډرون طیارې دا برید اوړمه ورځد ماڼوګي ولسوالۍ د لېچلام سیمه کې شوی، خو د کونړ ولایتي چارواکو دا پیښه د جمعې ورځ امریکا غږ اشنا راډیو ته تائید کړه .

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، ‌د بهرنیو ځواکنو ‌‌‌‌‌‌ډرون طیارې په دغه برید کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې یو مهم غړی وژل شوی او درې ماشومان هم په دغه پېښه کې وژل شوي دي خو دا نه ده معلومه نه ده چې ماشومان د همدې کورنۍ غړي دي او که نه.

نوموړي وویل چې ممکن داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې دغه ماشومان د جنګي روزنې لپاره له ځانونو سره ساتل.

تراوسه افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د سیمې یو اوسېدونکي ضیا الرحمن امریکا غږاشنا راډیو ته وویل چې له طیارې څو بمونه وار شوي چې ماشومان هم پکې لګېدلي دي.

دغه ځايي کس ویلي، چې وژل شوي ماشومان د داعش د وژل شوي وسله وال د کورنۍ غړي نه دي.

خو د سیمې یو بل اوسېدونکي محمد روف امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، وژل شوي ماشومان د ښوونځي زده کوونکي دي او عمرونه یې د څوارلسو او پنځلسو کلونو ترمنځ دي.

نوموړي وویل په وژل شویو کې څه موده مخکې د یو وژل شوي داعش وسله وال زوی هم شامل دی

د کونړ د معارف ریاست یو کارکوونکي احسان الله زهیر هم په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې وژل شوي ماشومان د ښوونځي زده کوونکي دي، او د وژل شویو ماشومانو عکسونه یې هم خپاره کړي دي.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په ددغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار کې د داعش اوه غړي وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وايي چې د اچین ولسوالۍ په پېښې سیمه کې د افغان ځواکونو د هلیکوپټرو بمبارۍ کې د داعش اوه وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې برید تېره شپه شوی او وژل شویو داعش وسله والو کې ځینې سرګروپان هم دي چې وژل شوي او ځینې وسلې یې هم له منځه وړل شوي دي.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG