د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې په بمبارۍ کې د داعش ۱۵ وسله وال وژل شوي


د بې پیلوټه الوتکې دا برید د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د پنډولا په سیمه کې شوی دی.
د بې پیلوټه الوتکې دا برید د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د پنډولا په سیمه کې شوی دی.

د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې تیره شپه په یوه کور د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د اسلامي دولت یا داعش پنځه لس وسله وال او درې ملکي وګړي وژل شوي او شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

دا پېښه تېره شپه د اچین ولسوالۍ په پنډولا سیمه کې د حج له فریضې څخه د یو راستون شوي حاجي پر کور شوې ده.

د اچین امنیه قوماندان څارن محمد علي امریکا غږ ته وویل چې د بې پیلوټه طیارې په دغه برید کې اتلس کسان وژل شوي چې پنځلس داعش جنګیالي او درې ملکي وګړي دي.

نوموړی وايي په وژل شویو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې یو مهم قوماندان قاري حمزه او د اچین لپاره د داعش د محکمې مشر حاجي محمد هم پکې وژل شوی دی.

قوماندان زیاتوي چې په دغه بمبار کې شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

د اچین ولسوالۍ په پنډولا سیمه کې د سیمه ییزو يولیسو د یوې پوستې قومندان امریکا غږ ته وویل چې په دغه بمبارۍ کې د یوه قومندان په ګ‌‌‌‌‌‌ډون درې داعش وسله وال او دیارلس ملکي وګړي وژل شوي چې یو پکې قومي مشر دی.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پر یوه کور بمباري شوې چې داعش جنګیالیو او ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اچین امنیه قوماندان څارن محمد علي امریکا غږ ته وویل چې د بې پیلوټه طیارې په دغه برید کې اتلس کسان وژل شوي چې پنځلس داعش جنګیالي او درې ملکي وګړي دي.

نوموړی وايي په وژل شویو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې یو مهم قوماندان قاري حمزه او د اچین لپاره د داعش د محکمې مشر حاجي محمد هم پکې وژل شوی دی.

قوماندان زیاتوي چې په دغه بمبار کې شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

خو د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې وژل شوي دیارلس ملکي وګړي دي چې د حاجي مبارکۍ ته ورغلي وو.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې تړاو څه نه دي ویلي.

پنډولا د اچین ولسوالۍ هغه سیمه ده چې د حکومت او داعش ‌‌‌‌‌‌‌ډلې تر منځ برید ګڼل کېږي.خو د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې وژل شوي دیارلس ملکي وګړي دي چې د حاجي مبارکۍ ته ورغلي وو.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې تړاو څه نه دي ویلي.

پنډولا د اچین ولسوالۍ هغه سیمه ده چې د حکومت او داعش ‌‌‌‌‌‌‌ډلې تر منځ د جګړې لومړۍ کرښه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG