د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې د امریکایي ځواکونو په اډې د ډرون برید شوی


پدې نظامي اډې کې د عراقي ځواکونو تر څنګ د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه هم دیره دي.
پدې نظامي اډې کې د عراقي ځواکونو تر څنګ د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه هم دیره دي.

د عراق پوځ او د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه وایي یوه بې پیلوټه یا ډرون الوتکه چې چاودیدونکي مواد ور پورې تړل شوي و، په بغداد کې په هغې نظامي اډې کې لویدلې چې امریکایي عسکر پکې دیره دي.

الوتکه د عین الاسد په هوایي اډې کې نن شنبه مۍ اته (غوایي۱۸) لویدلې. په برید کې اډې ته زیان اوښتی خو څوک پکې وژل شوي یا ټپي شوي ندي.

دا د یوې اونۍ نه په لږې مودې کې څلورم برید دی چې په عراق کې په امریکایي ځواکونو کیږي.

په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ویاند ډګروال وین موروتو په خپل ټویټر کې لیکلي، " دا بریدونه د عراق د ادارو واک، د قانون حاکمیت او د دې هیواد خودمختاري کمزوری کوي. "

دا لومړی ځل ندی چې په عراق کې د ائتلافي عسکرو د برید کولو لپاره د ډرون الوتکې نه کار اخیستل کیږي.

تېره میاشت (اپریل) کې هم یوه بې پیلوټه الوتکه چې چاودیدونکي مواد ور پورې نښلول شوي و، د عراق د اربیل هوایي ډګر په هغه سیمه کې ولویده چې ائتلافي ځواکونه پکې دېره دي.

د عراق حکومت هم مني چې ایراني پلوې ډلې په امریکایي او ائتلافي ځواکونو باندې د برید لپاره د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو نه کار اخلي.

د عراق یو حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د اربیل په هوایي ډګر په برید کې د ډرون نه کار اخیستل لومړی ځل نه و بلکې څو ځله پخوا هم داسې بریدونه شوي.

په بریدونو کې د ډرون الوتکو کارونې په عراق کې د ائتلافي ځواکونو لپاره سر خوږی پیدا کړی ځکه د هوایي دفاع کوم سیستمونه چې د هوایي اډو د خوندیتوب لپاره نصب شوي، دا ډرون الوتکې نشي شنډولی او نه یې هم مخه نیولې شي.

XS
SM
MD
LG