د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: د جګړې په پرتله وچکالۍ زیات شمیر افغانان بې‌ځایه کړي


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې په ۲۰۱۸ کال کې د جګړو او ناامنیو په پرتله وچکالۍ زیات شمیر افغانان د خپلو اصلي سیمو پریښودلو ته اړ کړ دي.

دغې ادارې په خپل تازه ریپوټ کې، چې د سې‌شنبې په ورځ (وږي ۲۰) خپور شوی ویلي، د روان عیسوي کال له پیل څخه تر دې مهاله ۲۷۵زره افغانان د وچکالۍ له امله په کور دننه بې‌ځایه شوي، خو په ورته وخت کې بیا شاوخوا ۲۲۳زره نور د جګړو او ناامنیو له امله د خپلو سیمو پریښودلو ته اړ شوي دي.

د اوچا په ریپوټ کې راغلي، چې وچکالۍ د جګړې په پرتله ۵۲زره زیات افغانان په کور دننه بې‌ځایه کیدو ته اړ کړي دي.

اوچا ویلي، چې یواځې په تیره اونۍ کې ۱۲۰زره تنه په بادغیس او کندهار ولایتونو کې د وچکالۍ له امله بې‌ځایه شوي دي.

اوچا دغه راز ویلي، چې د تیرکال په پرتله سږکال د جګړو او ناامنیو له امله د بې‌ځایه شویو افغانانو په شمیر کې ۲۵ فیصده کموالی راغلی دی.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزارت د معلوماتو پر بنسټ، وچکالۍ د دغه هیواد د څه باندې شلو ولایتونو اوسیدونکي زیانمن کړي دي.

د دغو شلو ولایتونو له شمیرې بیا غور، بادغیس، فاریاب، سمنګان، جوزجان، هلمند، کندهار، ارزګان او زابل ولایتونه د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره د دولت وزارت د شمیرو له مخې، په افغانستان کې د اورښتونو کچه ۶۱ فیصده راټیټه شوې ده.

ملګرو ملتونو له دې وړاندې ویلي، چې په افغانستان کې د جګړو، بې‌ځایه کیدو او د وچکالۍ په ګډون د نورو طبیعي پیښو له امله ۴.۲ میلیونه افغانان او دغه راز ۸.۷ میلیونه نور بیا د فقر، بیکارۍ او د موسمي بدلون په ترڅ کې د معیشت د له لاسه ورکولو له امله، بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

XS
SM
MD
LG