د لاس رسي وړ اتصالات

د کباړو او مخدراتو ترمنځ د یو ځوان تریخ ژوند


 ٢٦ کلن زبردست چې پخوا د غالۍ اوبدلو استاد و، شپږ کاله مخکې په نشه یي توکو روږد شوی
٢٦ کلن زبردست چې پخوا د غالۍ اوبدلو استاد و، شپږ کاله مخکې په نشه یي توکو روږد شوی

د زبردست کورنۍ په لغمان کې اوسیږی خو دی د سلګونو نورو معتادینو په څیر په کابل کې د واټونو پر غاړو شپې سبا کوي او د نشه يي توکو اخیستلو لپاره کباړ ټولوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د پخوا په پرتله د نشه يي توکو د کر او تولید د زیاتوالي خبره کیږي، افغان حکومت له نشه يي توکو سره د مبارزې اونۍ پېل کړې چې د بېلا بېلو پروګرامونو له لارې د نشه يي توکو په اړه عامه پوهاوی زیات او هڅې بسیجې کړي.

بل خوا د افغانستان د نشه يي‌ توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي چې د نشه يي‌ توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو مرستې کال په کال کمیږي.

شپږ ویشت کلن زبردست چې پخوا د غالۍ اوبدلو استاد و، نژدې شپږ کاله کیږي په نشه یي توکو روږد شوی، زبردست واده کړی، مېرمن او درې ماشومان یې اوس په لغمان کې د ده له پلار سره اوسیږي، خو دی خپله د کابل د حضوري چمن شاو خوا ورځې او شپې تېروي.

زبردست وايي چې پیسې ورسره وي د ورځې تر زرو افغانیو نشه يي توکي اخلي چې په ډېره اسانۍ یې همدلته ترلاسه کوي. دی وايي اوس غواړي نشه پرېږدي خو نشه له ده څخه لاس نه اخلي.

د لومړنیو سروې ګانو له مخې سږ کال په افغانستان کې د نشه يي توکو د کر تر ټولو لوړه کچه وه او ترڅنګ یې اټکل دا دی چې ښايي د نشه يي موادو د تولید کچه هم لوړه وي.

افغان حکومت له نشه يي‌ توکو سره د مبارزې اونۍ له یکشنبې ورځې راهېسې پېل کړې. پدې اونۍ کې به د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د بسیج کولو لپاره ګڼ پروګرامونه ترسره شي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش ددې اوونۍ د پيل مراسمو ته په وينا کې وویل چې افغان دولت له نشه يي توکو سره د مبارزې په لار کې کلکه اراده لري خو په دې برخه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر تګلارو او هڅو باید له سره کتنه وشي.

د ځینو په باور افغان حکومت او نړیواله ټولنه په افغانستان کې له نشه يي توکو سره په مبارزه کې پاتې راغلي، د څېړونکو باور دا دی، چې نشه يي توکي کال په کال زیاتېدونکي دي او د حکومت پالیسۍ او د نړیوالې ټولنې مرستې په سم ځای ندي لګېدلي.

بل خوا په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې اداره وايي په افغانستان کې د تریاکو له کښت او تولید څخه ۹۵ سلنه ګټه ترهګر او د دولت وسله وال مخالفان پورته کوي.

خو د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره باید په نړیواله سطحه د نشه يي توکو د استفادې کچه راټیټه شي.

د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي د هغه سروې پر اساس چې په ۲۰۱۵ کال کې ترسره شوې په دې هېواد کې له دریو تر درې نیم میلیونه خلک په نشه يي توکو روږدي یا متاثر دي. چې نژدې نهه سوه زره یې ښځې دي.

XS
SM
MD
LG