د لاس رسي وړ اتصالات

روږدي له درملنې وروسته بیرته پر نشو اخته کیږي


چارواکي وايي، هغه نشه‌يان چې له درملنې وروسته بیرته نشه‌يي توکو ته مخه کوي اتیا سلنه یې نالوستي دي.
چارواکي وايي، هغه نشه‌يان چې له درملنې وروسته بیرته نشه‌يي توکو ته مخه کوي اتیا سلنه یې نالوستي دي.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د عامې روغتیا وزارتونو چارواکي وايي، پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو په اړه یې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې څیړنه کړې، چې له مخې یې اکثره نشه‌یان له درملنې وروسته بیرته نشه‌يي توکو ته مخه کوي.

د چارواکو پر وینا دا څیړنه یې د یو کال په ترڅ کې د کابل، ننګرهار، هرات، کندهار، بلخ او بدخشان ولایتونو په ۳۹ روغتیايي مرکزونو کې له نږدې ۵۰۰ روږدو کسانو سره د مرکو له لارې کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال احمد جان نعیم امریکا غږ ته وویل، دغه وزارت هرکال د ۳۵۷۰۰ نشه‌یانو د درملنې ظرفیت لري خو تر سره شوې سروې ښيي، چې په سلو کې ۹۰ روږدې کسان له درملنې وروسته بیرته پر نشه‌يي توکو اخته کیږي.

د عامې روغتیا مرستیال وویل "زیات تعداد دی چې دوی بیرته نشه‌يي توکو ته مخه کوي، دا په حدود د تقریباً اتیاوو تر نوي فیصده ممکن وي."

د څیړنې له مخې په افغانستان کې نشه‌يي توکو ته آسانه لاسرسی، بیکاري، رواني ناروغۍ او د نشه‌یانو پراخ موجودیت د دې لامل شوی چې اکثره نشه‌یان له درملنې وروسته بیرته پر نشو اخته شي.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، هغه نشه‌يان چې له درملنې وروسته بیرته نشه‌يي توکو ته مخه کوي اتیا سلنه یې نالوستي دي.

د دغه وزارت مرستیال هارون رشید شیرزاد امریکا غږ ته وویل، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت او نورو همکارو وزارتونو، له دې مخکې د نشه‌یانو د درملنې او پر نشو د روږدي کیدو د مخنیوي په برخه کې زیات تمرکز درلود او له درملنې وروسته د روږدو کسانو لپاره یې لږه بودیجه ځانګړې کړې وه، چې مثبتې پایلې یې نه درلودې.

د ښاغلي شیرزاد پر وینا پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو په اړه یې دا څیړنه ځکه وکړه تر څو هغه لاملونه پیدا کړي چې له مخې یې روږدې کسان له درملنې وروسته بیرته نشه‌يي توکو ته مخه کوي او د څیړنې د پایلو پر بنسټ ورته د حل لارې چارې ولټوي.

ښاغلي شیرزاد وویل "اوس موږ ته عمومي وضعیت معلوم شو، چې ولې برګشت کوي، په کومو برخو کې باید موږ تمرکز وکړو چې صحتیابه شوې معتاد بیرته پر نشو روږدی نشي، نو په مختلفو برخو کې موږ غواړو له مخلتفو وزارتونو سره کار وکړو او نوې برنامې جوړې کړو."

د کار، ټولنیزو چار، شهیدانو او معلولینو وزارت چارواکي وايي چې په تیرو دریو کلونو کې یې نږدې ۲۷۰۰ نشه‌یانو ته له درملنې وروسته د کار زمینه برابره کړې ده.

دا وزارت وايي، د بودیجې د نشتوالي له امله نشي کولی ټولو هغو نشه‌یانو ته چې درملنه یې شوې وي د حرفه‌ی زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي.

اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا درې نیم میلونه کسان یا پر نشو روږدي دي او یا هم په وجود کې یې د نشه‌يي توکو ټیسټ مثبت ښودل شوی دی.

افغان حکومت د دغه هیواد په کچه پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره ۱۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي چې هرکال ورکې د څه باندې ۳۵ زره روږدو کسانو درملنه کیږي خو اکثره یې د بیلابیلو ناښه‌والو له امله بیرته نشه‌يي توکو ته مخه کوي.

XS
SM
MD
LG