د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې مخدره توکي او جرمونه


مخدره توکي او جرمونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

د خوست په مرکز او ولسواليو کې د مخدراتو د خرڅلاو او استعمال په اړه د خلکو اندېښنه وروسته له هغه لاپسې زياته شوه، چې څو ورځې مخکې په دې حجره کې يو کس د واده د مراسمو پر ګډونوالو بريد وکړ.

ددې پېښې عيني شاهدان او د تڼيو ولسوالۍ حکومتي چارواکي وايي چې بريد ګر د مخدره موادو تر څکولو وروسته د نشې په حالت کې دلته پر خلکو بريد کړی، پنځه کسان يې وژلي او ۱۳ نور يې ټپيان کړي وو.

نبي الله، د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی وایي ”دا کس له دې دراوزې راننوت، دلته په ناستو کسانو يې پرلپسې ډزې وکړې. مړي او ټپيان دلته پراته وو. بيا د کلي خلک راغلل، مړي او ټپيان يې له دې ځای نه وایستل.‟

د بريدګر ورور شېرعلي خان وايي، چې ورور يې مخکې په ملي اردو کې دنده ترسره کړې وه او څه موده وړاندې يې ترخيض اخيستی و.

شېرعلي د پېښې په اصلي لامل نه پوهېږي، خو زياتوي چې ورور يې کله ناکله ځينې نشه يي توکي څکول. هغه زياته کړه چې د يادې پېښې قربانيان يې نږدې خپلوان دي.

له دې پېښې سره جوخت خلکو پر فېسبوک پر حکومت انتقادونو ته زور ورکړ، چې ګني د مخدره موادو پرضد يې مبارزه قاطع نه ده. خلک د نورو پېښو د مخنيوي لپاره د مخدراتو د خرڅلاو د مخنيوي جدي غوښتنه لري.

که څه هم حکومت کله ناکله د نشه يي موادو د قاچاق او ددې توکو د کاروبار پر وړاندې د جدي مبارزې خبره کوي، خو ددې ولايت اوسېدونکي دا مبارزه کافي نه بولي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG