د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د نشه‌يي توکو د ترانزیت مسئولیت نه ‌لري


سږکال هم په افغانستان کې پر شاوخوا ۲۲۴زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي
سږکال هم په افغانستان کې پر شاوخوا ۲۲۴زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د دوشنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان او هند په گډون د نړۍ د یو شمیر هغو هیوادونو نومونه واخیستل چې د متحده ایالاتو په اند نشه‌يي توکي تولیدوي او نورې نړۍ ترې انتقالیږي.

خو افغان حکومت دا خبره نه مني او وایي افغانستان نړۍ ته د نشه‌يي توکو د ترانزیت مسئولیت نه لري او په همدې توګه له اپینو څخه د نورو نشه‌يي توکو د تولید چارې هم په ډیره کمه کچه دننه په افغانستان کې ترسره کیږي.

تیره ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما په واشنګټن کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان په ګډون د نړۍ ۲۲ هیوادونه د نشه‌يي توکو د لویو تولید‌کوونکو او ترانزیت‌کوونکو هیوادونو په توګه یاد کړل. دغه راز، ښاغلي اوباما په افغانستان کې د کوکنارو د کر کنټرول د یوې جدي نړیوالې ستونزې په توګه یاده کړې ده.

د ښاغلي اوباما د څرګندونو په اړه د افغانستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو مسئول محمد حنیف دانشیار امریکا غږ ته وویل، افغانستان د نشه‌يي توکو قرباني دی او له افغانستان څخه بهر د نشه‌يي توکو لوړه غوښتنه د دې لامل شوی چې په دغه هیواد کې په پراخه کچه کوکنار وکرل شي.

ښاغلي دانشیار وویل "د ترانزیت له پلوه چې پر افغانستان کوم تور لګیدلی موږ یې رد کوو، افغانستان نړۍ ته د نشه‌يي توکو د ترانزیت مسئولیت نه لري، خو پرته له شکه په افغانستان کې د کوکنارو کر کیږي او په زیاته کچه کیږي او په همدې توګه له اپینو څخه د نورو نشه‌يي توکو د تولیدولو چارې یوه فیصدي په افغانستان کې ترسره کیږي په افغانستان کې دا ظرفیت نشته چې له اپینو څخه نور نشه‌يي توکي جوړ کړي، د پام وړ فیصدي یې له افغانستان څخه بهر تولیدیږي."

خو ښاغلی دانشیار مني چې په افغانستان کې په پراخه کچه کوکنار کرل کیږي او له هغه ځایه چې افغان حکومت د دغه هیواد په ټوله خاوره بشپړ حاکمیت نه‌لري نو ځکه په افغانستان کې د کوکنارو د کر مخنیوی په یوې جدې ستونزې بدل شوی دی.

د ښاغلي دانشیار پر وینا د سیمې او نړۍ په هیوادونو کې د نشه‌يي توکو ګرم مارکیټ او بازار د دې لامل شوی چې په افغانستان کې په زیاته کچه کوکنار کرل کیږي.

هغه وویل، لکه څنګه چې افغانستان د نشه‌يي توکو د کر د مخنیوي مسئولیت لري په همدې توګه د سیمې او نړۍ هیوادونه هم مسئولیت لري چې د نشه‌يي توکو د غوښتنې کچه راټیټه او د ترانزیت مخه یې ونیسي.

د خپرو شوو سروې‌ګانو له مخې په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې ٥٥٠٠ ټنه اپین تولید شوی و خو تیر کال په دغه هیواد کې د اپین د تولید کچه ٦۴٠٠ټنو ته لوړه شوې ده.

سږکال هم په افغانستان کې پر شاوخوا ۲۲۴زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي خو لا تر اوسه له دغو کوکنارو څخه د ترلاسه شوي اپين د شمیرې په اړه رسمي معلومات خپاره شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG