د لاس رسي وړ اتصالات

دوبۍ د نړۍ تر ټولو بوخت هوايي ډګر لري


د دوبۍ نړیوال هوایي ډگر
د دوبۍ نړیوال هوایي ډگر

د دوبۍ نړیوال هوایي ډگر مقامات وایي دا پنځم پرله پسې کال دی چې د مسافرو د شمیر له کبله په نړۍ کې لومړی مقام خپلوي.

ددغه هوایي ډگر مقاماتو ویلي سره له دې چې دوی ټاکلي هدف ته ندي رسیدلي خو بیا هم په ٢٠١٨ کې ٨٩،١٥ میلیونه مسافرو له دې هوایي ډگر نه استفاده کړې ده چې دا شمیره د ٢٠١٧ کال په پرتله یو فیصد لوړه ده.

که څه هم چې دا شمیره د نړۍ د نورو هوایي ډگرونو په پرتله زیاته ده، خو د دوبۍ د نړیوال هوایي ډگر مقاماتو غوښتل چې په ٢٠١٨ کې ٩٠،٣ میلیونه مسافر له دې هوایي ډگر نه گټه واخلي.

د فرانسې خبري اژانس ویلي چې په ٢٠١٨ کې د ختیځې اروپا مسافرو کې ١٦،٧ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

رپوټ وایي چې په ٢٠١٧ کال کې د نړۍ په خورا مصروفو هوایي ډگرونو کې هوایي ټرافیک ۴،٦ فیصده وده کړې وه.

په تیر کال کې د هند ١٢، ٢٨ میلیون وگړو د هوایي ترانسپورت نه استفاده کړې چې په نړۍ کې یې بیا هم خپل لومړی مقام ساتلی دی، ورپسې سعودي عربستان دی چې تیر کال یې ٦،۴٧ میلیونو وگړو د هوا له لارې سفرونه کړي دي او پدې توگه د بریتانیا مخکې شوي دي.

د دوبۍ نړیوال هوایي ډگر چې د امارت هوایي شرکت او د هغې د ارزانه هوایي شرکت "فلای دوبۍ"اصلي ټاټوبی دی په ٢٠١۴ کې د نړیوالو مسافرو د تگ راتگ له اړخه د لندن د هیترو هوایي ډگر څخه مخکې شوی دی.

له بلې خوا د تیلو له سوداگرۍ اخوا د دوبۍ اقتصادي وده ورو شوې په ځانگړې توگه د توریزم او ساختماني چارو کې.

XS
SM
MD
LG