د لاس رسي وړ اتصالات

بربنډو عکسونو اخیستلو کې ښکیل کسان له دوبۍ وشړل شول


چارواکو پدې کسانو د اخلاقي فساد او بد اخلاقۍ تورونه لګولي.
چارواکو پدې کسانو د اخلاقي فساد او بد اخلاقۍ تورونه لګولي.

دوبۍ هغه میرمنې د هیواده وشړلې چې بربنډ عکسونه یې اخیستې وو

چارواکو په دوبۍ کې ۱۱ یوکراینۍ میرمنې ونیولې چې د هوټل په برنډې کې یې په رڼا ورځ بربنډ عکسونه اخیستې وو.

پولیسو پدې میرمنو د بداخلاقۍ او غیرې اخلاقي فلمونو د جوړولو تورونه لګولي.

د دې میرمنو برنډو عکسونه وروسته تر هغه په عربي متحده اماراتو کې خلک هک پک کړل چې د هغوي عکسونه او ویډیوګانې د ټولنزیو شبکو په پاڼو کې لاس په لاس شول.

د دې میرمنو سره یو روسی عکس اخیستونکی هم نیول شوی.

د دوبۍ لوی څارنوال عصام عیسی الحمیدان ویلي چې دا کسان به خپلو هیوادونو ته وشړل شي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

روسیې او یوکراین هم تائید کړې چې اتباع یې په عربي متحده اماراتو کې نیول شوي.

د دوبۍ په حقوقي سیستم کې د بهرنیو هیوادونو د اتباعو ایستل ډیر لږ پیښیږي ځکه دا ډول قضیې معمولاً په محکمو کې فیصله کیږي.

خو لوی څارنوال وایي پدې میرمنو تور دی چې د عربي متحده اماراتو د ټولنې د اخلاقي قوانیونو نه سرغړاونې کړي او په همدې خاطر عمومي څارنوالۍ د هغوي د ایستلو پریکړه کړې.

سره لدې چې عربي متحده امارتو د بهرنیو هیوادونو د سیلانیانو او پانګه اچوونکو د جلبولو لپاره حقوقي او قانوني نظام اصلاح کړی خو قضایه سیستم یې لا هم سخت دی او هغوي ته پکې سخته سزا غوښتل شوې چې په عامه توګه بداخلاقي کوي.

په نویو اصلاحاتو کې ناواده شوې ښځه او سړی کولی شي د هوټله په یوې کوټې کې سره پاتې شي او د شرابو د څښلو لپاره جواز ته هم نوره اړتیا نشته.

XS
SM
MD
LG