د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د لارو بندیدل خصوصي سکتور ته ۱۴ میلیون ډالر زیان اړولی


کابل ښار کې د تېرې چهارشنبې ورځې له خونړي برید څخه وروسته، لاریون او اعتراضي غونډو له امله سوداګریزې چارې ټکنۍ شوې دي.
کابل ښار کې د تېرې چهارشنبې ورځې له خونړي برید څخه وروسته، لاریون او اعتراضي غونډو له امله سوداګریزې چارې ټکنۍ شوې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعې خونو چارواکي وايي، په کابل ښار کې لاریونونو او اعتراضي غونډو چې له امله یې د ښار مرکزي برخو ته غځیدلې لارې تړل شوي، خصوصي سکتور ته ۱۴ میلیون ډالره زیان اړولی دی.

د تېرې چهارشنبې ورځې له خونړي برید څخه وروسته د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکو لاریونون وکړ او د تحصن خیمې یې ودرولې، چې له امله یې کابل ښار کې تګ راتګ ستونزمن شوی او سوداګریزې چارې یې زیانمنې کړې دي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګري خونه وایي چې په کابل ښار کې د لارو د بندیدو له امله افغان سوداګرو او هټیوالو ته هر ورځ دوه میلیونه ډالر تاوان رسیږي.

د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې د سوداګرو پر مخ بازار ولاړ دی او د لارو د بندیدو له املهنشي کولی خپل سوداګریز توکي مارکیټ ته ورسوي.

ښاغلي الکوزي وویل "دا یوه اونۍ کیږي چې لارې بندې دي، په ټولو ځایونو کې انتقالات نه کیږي، ښار له یو لوې مشکل سره مخامخ دی تجارانو خپل مالونه راوړي دي د همدې ورځې لپاره د همدې سیزن لپاره د ورځې څلویښت کانتینره مالپه کابل ښار کې خرڅیږي چې دا ټول ولاړ دی."

ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې د لارو د بندیدو دوام خصوصي سکتور ته د تشویش وړ ده او له حکومت څخه یې وغوښتل، چې ژر تر ژره دې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي.

ښاغلي الکوزي همدارنګه هغو خلکو ته چې د کابل د لارو د بندیدو لامل ګرځیدلي وویل چې دوې دې د خپلو سیاسي موخو د تر سره کولو لپاره د خلکو او کابل ښاریانو ته ستونزې نه جوړوي.

عجب شاه د کابل ښار یو دکاندار د کابل ښار له بندو لارو شکایت کوي او وایي چې د دوکان کاروبار یې د یوې اونۍ راهیسې ګډوډ دی.

"زما د دوکان ښېښې ماتې دي،لارې بندې دي او مظاهره ده له هغې ورځې څخه چې زنبق څلور لارې کې انفجار شوی دی هیڅ کاروبار نشته باور وکړئ چې بیخي له ژونده ستړي یو زموږ اولادونه هم ډوډۍ غواړي کنه دا څلورمه پنځمه ورځ ده چې دوکان ته موڅوک نه پریدي که مو پریږدي اصلن اجازه نشته چې موږ راشو کار وکړو".

اقتصادي کارپوهان وایي چې د تګ راتګ پر مخ د لارو د بندیدو له امله د یو هیواد اقتصاد او خلکو ته ډیر زیان رسیږي.

د کابل پوهنتون استاد سیف الدین سیحون امریکا غږ ته وویل، روان وضعیت د دې لامل کیږي چې قیمتونه لوړ شي چې دا د خلکو په اقتصاد اغیز لري.

"کله چې تګ راتګ محدود شي طبیعي ده چې خلک د خپلو ورځنیو کارونو لپاره له خنډه سره مخ کیږي، قیمتونه لوړیږي، د خلکو تګ راتګ زیان ویني او په خرسلاو کې تنقیص راځي، همدا شان په ترانسپورتي فعالیتونو کې کموالی راځي او دا ټول ددې لامل کیږي چېپه ورځنیو فعالیتونو کې کموالی راشي".

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل چې دوی له معترضینو څخه غوښتي چې خپل اعتراض ته په داسې ډول دوام ورکړي، تر څو د کابل ښاریانو ته مزاحمت لامل نشي.

"له هغو کسانو چې د تحصن خېمې یې درولي غوښتنه مو دوستانه او صمیمانه ده چې داسې چلند دې وکړي چې د کابل ښار اوسیدونکو ته دې مزاحمت ونکړي او د سړکونو د بندښت لامل دې نشي دا ځکه ښاریانو ته چې له دې لارې تیریږي فزیکي ستونزي جوړې شوي هیله مو داده چې په دې اړه موږ او پولیسو سره همکاري وکړي".

د تېرې چهارشنبې ورځې له خونړۍ پیښې وروسته د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکو په افغانستان کې د روانو نا امنیو له امله لاریونونه تر سره کړل او د اعتراض په توګه یې د تحصن خیمې ودرولې.

دا خیمې د کابل ښار په بیلابیلو سمیو کې درول شوي دي چې په دې ښار کې د لارو د بندښت لامل شوي دي.

XS
SM
MD
LG