د لاس رسي وړ اتصالات

د رسنیو دوه زره کارکوونکو د تاوتریخوالي له امله دندې پریښي - نی


د نی د شمیرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۱۲زره خبریالان او د رسنیو کارکوونکي فعالیت کوي، چې شاوخوا ۲ زره یې ښځې دي.
د نی د شمیرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۱۲زره خبریالان او د رسنیو کارکوونکي فعالیت کوي، چې شاوخوا ۲ زره یې ښځې دي.

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وایي په تیرو څلور کلونو کې د ګواښونو له امله د رسنیو دوه زره کارکوونکو خپلې دندې پریښي دي.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې، له یو شمیر افغان خبریالانو سره د تیرې ورځې د ناسم چلند په غبرګون وویل، له خبریالانو سره د غیر مسلکي چلند سربیره غیر انساني چلند کیږي چې له امله یې یو شمیر خبریالان د خپلو دندو پریښودلو ته اړ کیږي.

د شنبې په ورځ په لوړو زدکړو وزارت کې د یوې غونډې پر مهال چې د افغانستان لومړۍ میرمنې رولا غني هم پکې ګډون درلود د ارګ ځانګړو پولیسو (پي پي اس) یو شمیر خبریالانو ته سپکاوی وکړ او هغوی یې له غونډې څخه وایستل.

دغه راز تیره ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سرپرستې وسیمې بادغیسي ساتونکو د یو خصوصي ټلویزیون خبریال وډبوه او دوه دوه ساعته یې په بند کې وساته.

د نی اجراییوي مشر مجیب خلوتګر دغو پیښو ته په غبرګون وویل "کوم کسانو چې پرون قانون ماتونه کړې ده ولسمشر مجبور او مکلف دی چې دې خلکو سره قانوني چلند وکړي زموږ وروستی اخطار یا وروستی وړاندیز ولسمشر ته دادی چې دې خلکو سره قانوني چلند وکړي که چیرته ددوې دا ډول چلند یو ځل بیا تکرار شي نو خبریالان به د نی دفتر په همکارۍ به د ولسمشر او نورو لوړ رتبه چارواکو د چارو د پوښښ په اړهتصمیم نیسي".

ارګ او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه د دغو پیښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو خبریال امید دولت زی، چې د ټاکنو په کمیسیون کې ورسره تاوتریخوالی شوی وايي "د فساد او غیر قانوني مقرریو په اړه راسره سندونه وه کله مې چې غوښتل په دې اړه خبر جوړ کړم ، د توازن لپاره یې بادغیسي صیب سره مې مرکه تنظیمه کړه د کمیسیون په اړه مې یو دوه پوښتنې وکړې دې راته ځواب کړې خو چې کله اصل پوښتنې ته راغلم راته یې وویل چې زه اجازه نه درکوم ته دا راپور خپور کړې بیا یې خپل یاور ته وویل د کمرې کسټه واخله ترې نو چې زه پورته شوم ورور یې په شخصي کالېو کې راننوته تمانچه په لاس کې او ما پسې یې منډې کړلې زه د خلکو شاته پټ شوم او بیا یې په سوکانو او لغتو ووهلم".

د نی اداره ټینګار کوي، چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پیښو څیړلو ته جدي پاملرنه نه کیږي، چې له امله یې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی لا هم دوام لري او دوی يې د دندو پریښودلو ته اړ کړي دي.

خو د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه بیا وایي یو شمیر خبریالان د اقتصادي ستونزو له امله خپلې دندې پریږدي.

د یادې کمیټې د پروګرامونو مسول قدیم ویاړ امریکا غږ ته وویل که څه هم د هغو خبریالانو چې په تیرو کلونو کې یې خپلې دندې پریښي دي کره شمیرې په لاس نه لري خو زیاته یې کړه "هغه خبریالان چې د امنیتي ستونزو او سیاسي ملحوظاتو له امله یې خپلې دندې پریښي دي کچه یې ډیره ټیټه ده نظر دې ته چې له اقتصادي مخې رسنۍ یې تړل شوي یا رسنیو غوښتي خپل کارمندان کم کړي تر هغو".

له دې مخکې د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په یو رپوټ کې ویلي وو، چې په وروستیو کلونو په ځانګړي ډول تیرو دوو کلونو کې د جګړو او ناامنیو له امله په رسنیو کې د ښځو شمېر په کمیدو دی.

د 'نی' د شمیرو پر بنسټ دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي فعالیت کوي، چې له ۱۸۰۰ څخه نیولې تر ۲۰۰۰ پورې یې ښځې دي.

XS
SM
MD
LG