د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال، پاکستان جنګېدونکو وسله والو ته پناه ورکوله

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايې چې په تېرو دریو لسیزو کې څرګنده شوې چې "په افغانستان کې د جنګیالیو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان د خبرو او کړنو ترمنځ یو لوی واټن شتون لري."

دغه پخواني امریکايي ډېپلومات د یکشنبې په ورځ [سپټمبر ۲۷مه] په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې پاکستان باید خپله "دوه ګونې لوبه" ودروي.

خلیلزاد زیاته کړې: "په افغانستان کې د امریکا د شتون پر مهال، اسلام اباد د امریکا پر وړاندې جنګېدونکو وسله والو ته پناه ورکړه، ملاتړ یې ترې کاوه او دا خبره ردوله چې داسې کار کوي."

په افغانستان کې د امریکا د پراخ پوځي حضور پر مهال ګڼو امریکايي چارواکو د طالبانو سره د پاکستان پر اړیکو نیوکه کوله. د متحدو ایالتونو د پوځ یو لوړپوړي جنرال مایک مولن په ۲۰۱۱ کال کې ویلي وو چې د طالبانو د تحریک اړونده د حقاني شبکه د پاکستان د پوځي استخباراتو (ای اېس آی) "ښي لاس" دی.

د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي ټینګار کړی چې د کابل او اسلام اباد په اړیکو کې باید یو نوی باب پرانېستل شي ځکه چې دده په ټکو، "افغانستان او پاکستان اقتصادي همکارۍ" ته اړتیا لري.

خلیلزاد په داسې حال کې د پاکستان پر تګلارو نیوکه کوي چې د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې چې د پاکستان پوځ او استخباراتو د دوي د حکومت پر ضد د افغانستان د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره روزنځایونه جوړ کړي دي.

په ختیځ نورستان کې د شنبې ورځې تر نښتو وروسته، د طالبانو د دفاع وزارت په یوې خپرپاڼې کې ولیکل چې پاکستاني ملېشو له وسله والو نه چې ډېری یې د افغانستان د تېر جمهوري نظام منسوبین و، ملاتړ کړی دی.
د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې د شنبې په ورځ [سپټمبر ۲۶مه] په خپلې اېکس پاڼې کې ولیکل چې نورستان کې یې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي. دغې جبهې د ځینو پوستو د نیولو ادعا هم کړې ده. طالبان وايي چې پدې نښتو کې یې ۲۸ وسله وال وژلي او ۳۲ تنه یې ژوندي نیولي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايې چې پوځي او استخباراتي ادارو يې د نورستان په نښتو کې د طالبانو د حکومت د مخالفو وسله والو ملاتړ نه دی کړی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼې کې ولیکل چې د طالبانو دا ادعا "بې بنسټه، بې اساسه او له هر حقیقت څخه تشه" ده.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د نښتو د زیاتېدو سره سم، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې واشنګټن د "طالبانو د بریدونو" پر وړاندې د "پاکستان د دفاع د حق ملاتړ" کوي. لدې سره سره، د وزارت یوه ویاند زیاته کړې چې واشنګتن دا د "امریکا او نړۍ په ګټه" بولي چې افغانستان بیا هېڅکله د ترهګرو پناه ځای ونه ګرځي او دغه هېواد خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG