د لاس رسي وړ اتصالات

دستین پوریر خپل سیال مک ګریګر ته ماتې ورکړه


د دستین پوریر او مک ګریګر د یکشنبې د ورځې جنورۍ ۲۴ سیالي
د دستین پوریر او مک ګریګر د یکشنبې د ورځې جنورۍ ۲۴ سیالي

د مختلتو رزمي هنرونو د څانګې امریکایي ورزشکار دستین پوریر، د خپل ایرلندي سیال کانر مک ګریګر سره په دوهم ځلي سیالۍ کې وکړای شول خپله تیره ماتې جبران کړي او خپل سیال ته ماتې ورکړي.

پوریر د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۴ (سلواغې ۵) ددغې لوبې (یو‌اف‌سي ۲۵۷) څخه څو دقیقې وروسته وویل چې په خپل بري خوښ دی، خو دغه بریا ورته حیرانونکې نه وه. هغه وویل پدغه لوبه کې د بریالیتوب لپاره راغلی و او د هغې د وړلو لپاره یې "ډیره ښه" لوبه کړې ده.

مک‌ ګریګر هم د خپلې ماتې وروسته وویل: "بیرته راځم او ورسره حساب تصفیه کوم. دا کار به وکړم."

ددغو دوو ورزشکارانو ترمنځ په لومړۍ سیالۍ کې چې په ۲۰۱۴ کې شوې وه مک‌ ګریګر توانیدلی و چې پوریر ته د دوو دقیقو په ترڅ کې ماتې ورکړي.

پوریر چې پر خپل پخواني سیال باندې یې د بریالیتوب هیله درلودله له لوبې دمخه د سي ان ان تلویزیوني شبکې ته ویلي وو چې دا ځل د تیرو شپږو کلونو په پرتله د "روحي" پلوه ښه تیاری لري.

پوریر وویل: "دمخه ځوان وم، د لوبې روحي او رواني اړخونو ته مې زیاته پاملرنه نه کوله. خپلو منتقدینو ته مې غوږ ونیو، د خلکو نظرونه مې واوریدل."

خو له لوبې دمخه مک ګریګر خپلو پلویانو ته ژمنه کړې وه چې پرویر به د ۶۰ ثانیو په ترڅ کې "ناک اوټ" کړي.

وروسته له هغې چې حبیب نورمګمدوف د یو اف سي سیالیو سره خپله مخه ښه اعلان کړه، مک‌ ګریګر د اتلولۍ د لقب مدعي ګڼل کیده، خو اوس پوریر د اتلولۍ ادعا کړې ده.

د یو اف سي ۲۵۷ دغه سیالي د ابوظبی د یاس ټاپو په "اتحاد" لوبغالي کې وشوه، چې شاوخوا ۲۰۰۰ نندارچیان د کروناویروس د مخنیوي په خاطر د فزیکي فاصلې او روغتیایي مقراراتو په مراعت کولو سره د هغې لیدلو ته ورغلي وو.

XS
SM
MD
LG