د لاس رسي وړ اتصالات

یو هالنډی ډاکټر د ۴۹ کسانو پلار ګڼل شوی


په هالنډ کې د نسايي او ولادي برخې یو ډاکټر د خپل سپرم په مرسته لس ګونه میرمنې پرته له دې چې دوي خبرې وي امیندواره کړي وې.

دې کس د څو کلونو په موده کې خپل سپرم د هغو کسانو له سپرم سره بدلاوه چې له خپلو میرمنو سره د القاح لپاره دده کلنیک ته راتلل.

ډي ان اې څیړنو ښودلې چې ډاکټر ین کارباټ چې دوه کاله مخکې مړ شوی په خپل شخصي کلنیک کې چې روتردام ښار ته نږدې موقعیت لري، په خپل سپرم سره میرمنې امیندواره کړي دي.

کارباټ د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې له مرګ څو اوونۍ مخکې د یوه ډله میرمنو له خوا محکمې ته راکاږل شو. یوې میرمنې ځکه پر هغه شک درلود چې زوی یې یاد ډاکټر ته ډير ورته وو.

محکمې په هماغه وخت کې پریکړه وکړه چې د ډي ان اې آزماښتونه وشي ، خو پایلې یې پر ډاکټر کارباټ د قضیې او تورونو په اړه د نورو پرمختګونو تر روښانه کیدو پورې وځنډول شوې. د روتردام محکمې د روان کال په فبروري میاشت کې د ډي ان اې پایلې روښانه کړې.

مخکې له دې چې پر ډاکټر کارباټ شک وشي، ۳۹ کلن هالنډي بڼوال، وان هالن د خپل نصب او ریښې د موندلو په هدف ډي ان اې ازمایښت وکړ او په دې پوه شو چې ۲۵ خویندې او وروڼه لري.

وان هالن د اسوشیټد پرس خبري آژانس ته وئیلي چې خپلې ۳۶ خویندې او ۱۲ وروڼه پيژني چې یو شمیر یې اولادونه لري او ځیني یې یو بل ته ډیر ورته دي.

د ښاغلي هالن په وینا، داکټر کارباټ څو کاله مخکې په خپله یوې مرکه کې ویلي وو چې خپل "محصولات" به امریکا متحده ایالتونو ته وړي . دا معلومه نده چې له محصولاتو څخه د کارباټ هدف خپل سپرم وو که یا د نورو مرسته کوونکو.

دوه دیرش کلن جووي هوفدمن چې هم د ډاکټر کارباټ زوی دی اسوشیټډ پرس ته ویلي چې له ۱۱ کاله پلټنو وروسته او له دې چې د خپل پلار په هویت پوه شوی او له نامعلوم حالت څخه وتلي، ډیر خوښ دی.

داسې ګمان کیږي چې ددغه ډاکټر اولادونه به له ۴۹ کسانو هم زیات وي ځکه د نسايي ولادي د متخصص ډاکټر په توګه د کار پرمهال، ښايي هغه ډیرې میرمنې په خپل سپرم سره امیندواره کړي وي.

د کارباټ کلنیک په ۲۰۰۹ کال کې وتړل شو. هغه تورن شوی وو چې د سپرم د مرسته کوونکو په اړه یې غلط معلومات او تحلیلونه وړاندې کړي دي. نوموړی همدارنګه تورن وو چې له مرسته شویو سپرم څخه یې تر ټاکل شوي حد زیات تجاوز کړی دی ځکه د هالنډ د قوانینو له مخې ، باید له مرسته شوي سپرم څخه تر شپږو تخمو ډیره القاح ونشي.

XS
SM
MD
LG