د لاس رسي وړ اتصالات

هالنډ د پاکستان د کرکټ په یو پخواني لوبغاړي باندې قانوني دعوه کوي


خالد لطیف د پاکستان لپاره ۱۳ د شلو شلو اورونو او پنځه یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي.
خالد لطیف د پاکستان لپاره ۱۳ د شلو شلو اورونو او پنځه یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي.

په هالنډ کې چارواکو دوشنبه اپریل ۱۷ (وري۲۸) ویلي چې په یو مشهور پاکستاني پدې خاطر په محکمې کې قانوني دعوه کوي چې د دې هیواد د پارلمان د یو وکیل وژلو ته یې خلک هڅولي وو.

د هالنډ حکومت ویلي چې دعوه یې د پاکستان د کرکټ په پخواني لوبغاړي خالد لطیف ده او ادعا یې کړې چې خالد لطیف خلک هڅولي وو چې د د دې هیواد د پارلمان غړی ګیرټ وایلډرز، چې د اسلام ضد نظریات لري، ووژني.

د دولتي څارنوالۍ خدماتو ویلي چې ۳۷ کلن خالد لطیف په ۲۰۱۸ کال کې په یوې ویډیو کې چې په انټرنیټ کې خپره شوې وه، ویلي و وکه هر چا د هالنډ د پارلمان دا غړی وواژه، ۲۳ زره امریکایي ډالر انعام ورکوي.

د څارنوالۍ په اعلامیې کې راغلي، " پدې ځانګړې قضیې کې مشکوک د پیژندنې وړ دی. هغه د یو هیواد مشهور شخص دی او له همدې کبله د هالنډ پولیسو په انځورونو کې وپیژانده".

د هالنډ د پارلمان غړي غوښتل چې د اسلام د پیغبر د کارتون جوړولو سیالي جوړه کړي خو د مظاهرو او مرګ ګواښونو څخه وروسته یې دا کار ونکړي. هغه په ټویټر کې لیکلي چې مشکوک شخص چې خلک یې د ده وژلو ته هڅولي وو د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی لطیف دی.

وایلډرز په ټویټر کې لیکلي، " د هالنډ دولتي څارنوال به په خالد لطیف قانوني دعوه وکړي او د پاکستان څخه د راغوښتلو لپاره به جلب ورکړي. هغه په ۲۰۱۸ کال کې زما د وژلو لپاره انعام ټاکلی و. هغوي (پولیس) به یې د نیول کیدو او (هالنډ) ته د سپارل کیدو غوښتنه وکړي."


د هالنډ حکومتي څارنوالۍ ویلي چې په دا شان قضیو کې د مشکوکو کسانو نومونه نه اخلي او په خپله خالد لطیف هم ویلي چې د دې تورونو په هکله خبر ندی.

په عین حال کې په هالنډ کې څارنوالانو چې پاکستان ته یې د خالد لطیف د جلب کولو غوښتنه سپارلې خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې دا قضیه ښایي ډیره پیچلې وي ځکه چې دا دواړه هیوادونه کوم قانوني تړون نلري.

خالد لطیف چې ۳۷ کاله عمر لري په ۲۰۱۷ کال کې وروسته تر هغه پرې د کرکټ نه کولو پنځه کلن بندیز ولګید چې د دې هیواد د سوپر لیګ په سیالیو کې پرې د درغلۍ تور ولګید.

هغه اوس د کراچۍ په ښار کې ژوند کوي او د کلب په کچه لوبغاړي روزي. خالد لطیف د پاکستان لپاره ۱۳ د ۲۰ اورونو او پنځه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي.

XS
SM
MD
LG