د لاس رسي وړ اتصالات

نوروز؛ بلخ کې د سخي جنډه پورته شوه


سږ کال یاد مراسم یوازې په سیمه ییزه کچه ولمانځل شول
سږ کال یاد مراسم یوازې په سیمه ییزه کچه ولمانځل شول

د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د ۱۴۰۰ لمریز کال لمانځلو مراسم د سخي جنډې په پورته کولو سره و لمانځل شول.

نن یکشنبه مارچ ۲۱ (وري لومړۍ) د جنډې پورته کولو مراسم په سخي زیارت کې تر سره شول چې نسبت نورو کلونو ته پکې د لوړپوړو افغان چارواکو او د خلکو ګډون کمرنګه و.

مخکې به په یادو مراسمو کې له مرکز کابل څخه لوړو پوړو چارواکو او خلکو ګډون کاوه، خو سږ کال یاد مراسم یوازې په سیمه ییزه کچه ولمانځل شول.

د بلخ د ولایتي شورا رئیس محمد افضل حدید په یادو مراسمو کې د ګیلې په ډول وویل چې سږ کال د سخي جنډې پورته کولو مراسمو کې لوړپوړو افغان چارواکو ګډون نه دی کړی او د یادو مراسمو لمانځلو لپاره بودجه نه ده ځانګړې شوې.

هغه زیاته کړه: "د خلکو په استازیتوب ګیله لرو چې له کابل څخه به لوړپوړي چارواکي په یادو مراسمو کې ګډون کوي، خو په دغه ځای کې هم موږ سره هم مینه ښکاره نه کړه."

د نوي کال رارسېدو لمانځلو مراسم هر کال د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې په بېلابېلو مراسمو سره لمانځل کیږي.

ځايي چارواکو د سخي جنډې پورته کولو پرمهال خپلو ویناو کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګېدو باندې ټینګار وکړ او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو له مذاکراتي پلاویو څخه یې د مذاکراتو د چټکولو غوښتنه وکړه.

د بلخ والي فرهاد عظیمي په دې اړه وویل: "موږ سولې ته علاقمند یو چې جګړه ختمه شي او د افغانانو وژل بند کړي چې خلک ارام او هوسا شي، د جګړې پر ځای د دولت بودجه د هیواد د بیارغونې او پرمختګ په برخه کې ولګول شي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې د نوي کال جشن مراسمو لمانځلو په هدف ټولو ولایتونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG