د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د روژې لومړیو ۷ ورځو کې ۱۷ملکیان وژلي ـ امنیت شورا


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د افغانستان د ملي امنیت شوار وايي، د روژې میاشتې په لومړیو اوو ورځو کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د مې پر دوهمه (غويي ۱۳) پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه مرګ ژوبله په ۱۷ ولایتونو کې د طالبانو لخوا د سړک غاړې ماینونو او مخامخ ډزو کې رامنځته شوې ده.

هغه همدارنګه ویلي چې یاد ملکي وګړي په هلمند، ننګرهار، کندز، فاریاب، غور، غزني، بادغیس، ارزګان، پکتیا، بغلان، زابل، کابل، کندهار، لوګر او نیمروز ولایتونو کې مړه او ټپيان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په غزني او فاریاب ولایتونو کې رامنځته شوې ده.

فیصل زیاته کړې: "د طالبانو دغه کار په دې معنا دی چې دغه ډله په افغانستان کې یوې تلپاتې سولې ته قوي، جدي او ټینګه اراده نه لري، طالبان د سولې بهیر کې د پرمختګ په هدف باید تاوتریخوالی کم کړي او اوربند وکړي او د سولې بهیر سره یو ځآی شي."

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

تیره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم وویل چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په تیرو دری میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۰۰۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ارین وویل چې د ۱۳۹۸ کال د حوت میاشتې له پیل څخه بیا تر دا مهاله د طالبانو په بریدونو کې ۳۸۷ ملکي وګړي وژل شوي ۵۹۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې طالبانو په تېرو درې میاشتو کې شااخوا ۲۰۰ ملکي وګړي هم برمته کړي دي چې په وینا یې برخلیک یې تر اوسه نه دی معلوم.

خو طالبانو بیا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده په افغانستان کې د ملکي تلفاتو زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ تيره اونۍ وویل چې په تیرو درې میاشتو کې د جګړو او ماین چاودنو له امله ۵۳۳ ملکیان وژل شوي دي.

یوناما د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره د ښکېلو ډلو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې وه.

پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي هم پرون شنبه وویل چې د ملکي تلفاتو مخنیوي په هدف باید د بندیانو خلاصولو بهیر ګړندی او تاوتریخوالی کم شي.

XS
SM
MD
LG