د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د ۲۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د کندهار امنیتي مقامات وايي چې په ډنډ ولسوالۍ کې د یو برید پر مهال ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي چې جسدونه يې لاهم په سیمه کې پاتې دي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي نن چهارشنبه مارچ ۱۷ (کب ۲۷) امریکا غږ ته وويل چې نن سهار وختي درې بجې د ولسوالۍ په یارو کلا سیمه کې وسله والو طالبانو پر امنیتي مرکزونو ډله ییز بریدونه پيل کړه چې د ګډو افغان ځواکونو له لوري يې برید پر شا تمبول شوی.

نوموړي زیاته کړه: "تېره شپه او نن سهار وختي تر ۳ بجو د ډنډ ولسوالۍ په یارو کلا سیمه کې ګډو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترځ کې ۲۱ وسله وال وژل شوي چې جسدونه په سیمه کې پراته دي او زیاتي وسلې يې د افغان ځواکونو لاس ته راغلي."

ډنډ ولسوالي د کندهار له نسبتاً امن ولسوالیو څخه بلل کيږي چې په ګاونډ کې يې د پنجوايي ولسوالۍ له نا امن کیدو سره په یاده ولسوالۍ کې هم امنیتي حالت د اندېښنې وړ بلل کیږي.

ډنډ د کندهار ښار په جنوبي څنډه کې د ښار په ګاونډ کې پرته ولسوالي ده چې د کندهار د هوايي ډګر د امنیت لپاره هم ډيره مهمه بلل کیږي.

بلخوا وسله والو طالبانو ویلي چې امریکايي ځواکونو د کندهار په پنجوايي، خاکرېز او ارغستان ولسوالیو کې د دوی پر جنګیالیو هوايي بریدونه کړي دي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه هیوايي بریدونو کې د دوی یو شمېر جنګیالي مړه او ټپيان شوي دي.

طالبانو دغه هوايي بریدونه غندلي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې له تړون څخه یې سرغړونه بللې ده. او زیاته کړې ده که چیري بیا ورته بریدونه وشي، دوی به هم د نړیوالو ځواکونو په وړاندې ورته ګام پورته کړي.

په ورته وخت کې په کندهار کې د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي دې ولایت ته تللي.

د نوموړي تر تګ یوه ورځ مخکې د کندهار د ډنډ، ژړۍ او خاکرېز ولسوالیو د امنیت د سمون لپاره نوي امنیه قومندانان ټاکل شوي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي تېر ماښام د کندهار ښار په واټونو کې د پلي تګ پر مهال ښاریانو ته ډاډ ور کړ چې مرکزي حکومت د کندهار د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG