د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان کې ماین چاودنې درې ملکي وګړي وژلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

ارزګان کې نن سهار د سړک د غاړې ماين چاودنه کې درې ملکي کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

پېښه د ارزګان مرکز ترينکوټ ښار ته نږدې د «سرخوبېت» په سيمه کې د کندهار ـ ارزګان پر لويه لار رامنځه شوې ده.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن شنبه مارچ ۱۳ (کب ۲۳) امریکا غږ ته وويل چې په وژل شوو او ټپي کسانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړه: "نن سهار د ترينکوټ کندهار پر لويه لاره د وسله والو طالبانو له لوري ښخ کړل شوي ماين د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړول دغه پېښه چې د سرخوبيت په سيمه کي رامنځته شوې، له امله يې دوه نارينه او يو ماشوم شهيدان او يوه ښځه او درې ماشومان زخميان شوي دي."

والي محمد عمر شېرزاد ویلي چې ټپيان د افغان ځواکونو له لوري روغتون ته وړل شوي دي.

د ارزګان والي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې پړه د دولت پر مخالفو وسله والو طالبانو واچول چې په وينا يې يو پلو د سولې خبرې کوي او بل لور ددغه ډول پېښو په وسيله د ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

خپله وسله والو طالبانو پدې باب کومه تبصره نده کړې.

پرون د ارزګان په ګاونډ زابل ولايت کې هم ځايي چارواکو د وسله والو طالبانو په توغول شويو توغنديو کې په نورک سيمه کې د ۳ ماشومانو د وژل کيدو ادعاکړې وه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG