د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار سپین بولدک کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي


د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه یې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو لوی برید پر شا تمبولی او ۱۴ وسله وال یې وژلي دي.

د والي ویاند عزیز احمد عزیزي د شنبې په ورځ د «غوايي پر ۱۴مه» اشنا راډیو ته وويل چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د بولدک نیکه پر امنیتي پوسته تېره شپه ډله ییز برید وکړ چې جګړه د سهار تر پنځو بجو پوري روانه وه.

د کندهار چارواکي وايي، په دغه حمله کې ۳ پولیس هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

عزیزي زیاته کړه چې سیمې ته د تازه دمه سرتېرو په رسېدو سره وسله وال مخالفین تښتېدلي دي.

د کندهار د والي ویاند د سپین بولدک د برید هکله زیاته کړه "د امنیتي قواوو د غبرګون په ترڅ کې ۱۴ وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور يې ټپیان دي دغه راز د پوليسو په تلفاتو کې ۳ پوليس وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان دي او هیڅ یوه سیمه د وسله والو لاس ته نه ده لوېدلې."

سپین بولدک ولسوالي په تېر کې د کندهار له امن ولسوالیو څخه بلل کېده، خو په دې وروستیو کې د پوليسو پر پوستو د وسله والو حملې پکښې زیاتي شوي دي.

  • تادین خان: طالبان نور د زړه سوی نه دي

بلې خوا ته د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال تادین خان وايي چې پولیس سرتېرو ته يې د وسله والو پرضد د جدي غبرګون د ښودلو امر کړی.

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان
د کندهار امنیه قوماندان تادین خان

نوموړي په یوه ویډيويي بیان کې چې د کندهار د پوليسو د مطبوعاتي دفتر له لوري رسنیو ته لېږل شوی ويلي چې د وسله والو پرضد يې د خپلې دندې د پيل راهیسې له زغم څخه کار اخیستی، خو له دې وروسته به امنیتي قواووي د وسله والو پرضد هیڅ زغم ونه‌لري.

نوموړي زیاته کړې چې د کندهار په شپږو ولسوالیو کې د وسله والو پرضد په عملیاتو کې پولیس ګڼې لاسته راوړنې لري.

تادین خان وويل:"په شپږو ولسوالیو میوند، شاه ولیکوټ، غورک، معروف، ارغستان، میانشین او د ښورابک او بولدک ترمنځ سیمو کې عملیاتو اوس هم دوام لري وسله وال پاکستان ته اوښتي او یاهم خپلو مرکزونو ته پر شا شوي، ټولو قطعاتو ته مو جدي لار ښوونه کړې چي د وسله والو پرضد نور له جدیت څخه کار واخلي ځکه دوی غوښتل په پسرلي کې کندهار کې یو وحشت جوړ کړي، خو موږ يې مخه نیولې او دا خلګ نور د زړه سوي نه دي."

په کندهار کې له تیرو شپږو میاشتو راهیسې امنیتي پېښي په بې ساري ډول زیاتي شوي چې د دې ولایت له اوسیدونکو سره يې هم اندېښنې زیاتي کړي.

خپله وسله والو طالبانو د سپین بولدک ولسوالۍ د جګړې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG