د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار پر معروف ولسوالۍ د طالبانو لوی برید په شا تمبول شوی


په کندهار کې پر افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو بریدونه د نورو کلونو پرتله کم شوي دي.
په کندهار کې پر افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو بریدونه د نورو کلونو پرتله کم شوي دي.

په کندهار کې چارواکي وايي وسله والو طالبانو د معروف ولسوالۍ د نیولو لپاره د ولسوالۍ پر مرکز پراخ بریدونه وکړل خو افغان ځواکونو بیرته په شاوتمبول.

چارواکي وايي وسله والو طالبانو د شپې ( تلې ۱۰ مه) ۱۲بجې د ولسوالۍ پر مرکز د برید په پیل کې لومړی د چاودیدونکو توکو ډک حاموي زرې موټر ته چاودنه ورکړه، درې پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

له چاودنې وروسته نورو وسله والو د دغې ولسوالۍ د نیولو لپاره افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړه، چې د سهار تر څلور بجو یې دوام درلود.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن ضیا دراني امریکا غږ ته وویل، چې وسله والو طالبانو غوښتل چې د معروف ولسوالي سقوط کړي خو برید يې د افغان ځواکونو له لوري ناکام شو.

ښاغلي دراني وویل "په معروف ولسوالۍ مرکز کې وسله والو طالبانو لومړی د حاموي ټانګ په وسیله په ځانمرګي برید سره حمله پيل کړه چې تر جګړې وروسته هغوی بیرته د ولسوالۍ له مرکز څخه پر شاتک ته اړ شوي او درنه مرګ ژوبله هم لري خو دقیق شمېر يې ندی معلوم خو ۳ پوليس په پېښه کې وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي".

خو امنیتي سرچینې وايې چې د معروف په جګړه او شوي ځانمرګي برید کې ۷ پوليس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي. معروف د ډیورنډ کرښې ته نږدې پرته ولسوالۍ ده، چې د کندهار له نا امنه ولسوالیو څخه بلل کیږي.

د کندهارد پولیسو مقامات ادعا کوي چې وسله وال د ډیورنډ کرښې له پاکستاني لوري څخه سیمې ته د بریدونو لپاره ورځي او وروسته په اسانی سره بیرته د ډیورنډ کرښې هغې خوا ته ستنیږي.

بل خواته وسله والو طالبانو د کندهار د معروف ولسوالۍ د نښتې په اړه رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ويلي چې په ځانمرګي برید او جګړه کې پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اوړیدلی ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG