د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د ۴۶ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا شوې


د کندهار امنیتي مقامات ادعا کوي چې د وسله والو پر یوه ستر مرکز يې د پوځي عملیاتو په ترځ کې ۴۶ وسله وال طالبان وژلي دي.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو سرپرست او د لوی درستیز مرستیال ډګر جنرال عبدالحمید د سې شنبې په ورځ د «مرغومې پر۱۸مه» له اشنا راډیو سره په مرکه کې وويل چې د شاه ولیکوټ په ځنګل کې يې د وسله والو طالبانو ۲۶ اطاقونه هم له‌منځه وړي دي.

دی زیاته وي چې یاده سیمه د جنوب د درو ولایتونو لپاره د وسله والو طالبانو عمده مرکز وو چې د ځانمرګو بریدونو په ګډون به يې د لویو بریدونو لپاره وسله والو پکې پلانونه جوړول.

جنرال عبدالحمید حمید
جنرال عبدالحمید حمید

نوموړي وويل"د ځنګل په سیمه کې د اتل اته ویشت په نوم زموږ ګډ پوځي عملیات نن سهار پایته ورسیدل، په ترځ کې يې ۴۶ وسله وال وژل شوي سیمه د وسله والو له شتون څخه پاکه شوې، ۲۶ مرکزونه، ۴۷۶ ماینونه، د مهماتو ۲ ذخیرې لمنځه وړل شوي، دا یوه ډيره مهمه سیمه وه چې وسله والو ته يې ځانګړی اهمیت در لود او د جنوب د ۳ ولایتونو د جګړې د رهبرۍ یو عمده مرکز يې وو."

افغان ځواکونو څلور ورځې وړاندې د شاه وليکوټ ولسوالۍ د ځنګل په سیمه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو هدف پراخ پوځي عملیات پيل کړل چې نن سهار پای ته ورسېدل.

د دهلې ځنګل د کندهار ښار په شمال ۹۰ کيلو مترۍ کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اړوند سیمه ده چې د زابل او اروزګان ولایتونو له ولسوالیو سره د تګ راتګ لارې ورڅخه تېري شوي.

د افغان ګډو ځواکونو په دغو څلور ورځنیو پوځي عملیاتو کې د قاطع ماموریت هوايي او توپچي قواوو هم برخه لرل.

جنرال عبدالحمید په دې اړه اشنا راډیو ته وويل چې د وسله والو پر مرکزونو باندې د توپچي او هوايي قواوو بریدونو ځانګړی اغېز درلود.

د پوځ مقامات وايي چې د دهلې په ځنګل کې له افغان وسله والو طالبانو سره بهرني وسله وال هم موجود وو چې هڅه يې کول د دهلې بند په بمونو تخریب کړي.

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ امنیه قومندان څارمن پاچاه اشنا راډیو ته وويل چې په تېرو درو اونیو کې وسله والو دوه ځله د دهلې بند پر امنیتي پوستو بریدونه وکړه چې دوی يې مخه ونیول او ۱۳ هغه بمونو يې هم نیولي چې وسله والو غوښتل د دهلې بند پرې تخریب کړي.

خو خپله وسله والو طالبانو رسنیو ته په لېږلي پیغام کې د دهلې بند د تخریب هڅه رد کړې او زیاته کړې يې ده چي د دوی ملګري د اوبو د بند ساتنه د ځان دنده ګڼي او چاته يې د تخریب اجازه نه ور کوي.

بلي خواته د شاه ولیکوټ ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي چې که د دهلې د ځنګل د امنیت لپاره افغان ځواکونه د اوږد مهال لپاره تدابیر ونه نیسي وسله وال بیرته په سیمه کې ځای پر ځای کېږي.

د سیمي اوسېدونکې جمعه ګل اشنا راډیو ته وويل چې نن سهار د افغان ځواکونو له وتلو سره سم وسله وال بیرته د ځنګل سیمي ته ننوتلي او افغان قواوو تر عملیاتو وروسته سیمه د امنیتي پوستو له جوړېدو پرته پرې ایښې.

خپله وسله والو طالبانو د دهلې ځنګل د عملیاتو او اوښتې مرګ ژوبلي په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG