د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د یوې کورنۍ ۷ غړي په ډزو وژل شوي


چارواکي وايي د پېښې په تړاو یې یو تن نیولی دی
چارواکي وايي د پېښې په تړاو یې یو تن نیولی دی

د کندز امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اووه غړي په ډزو وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کندزد پولیسو ویاند هجرت الله اکبري نن یکشنبه اپرېل۲۶(غويي۷) امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه د شنبې په ماښام د یادې ولسوالۍ په «کنم» سیمه کې د کورنیو ستونزو له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه پېښه کې د څلورو نارینوو او درې ښځو په ګډون اووه تنه وژل شوي او د یادې کورنۍ دوه تنه هلکان ټپیان شوي دي.

امنتي چارواکي وايي، یاد کسان پخپل کور کې د کلاشینکوف په ډزو سره وژل شوي دي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري وايي چې د پېښې په تړاو د وژل شوي کورنۍ د مشر ورور چې د هغوی ګاونډی هم و له یو میل کلاشینکوف او یو میل تومانچې سره نیولی دی.

چارواکي وايي چې یاد شخص د پولیسو تر نظارت لاندې دی چې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

XS
SM
MD
LG