د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د حزب اسلامي د یوه غړي په ګډون ۸ تنه وژل شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د خوست پوليس وايي، د دغه ولايت په عليشېرو ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې د اسلامي حزب د يوه غړي په ګډون اته کسان وژل شوي دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر نن شنبه جون ۱۳(غبرګولې۲۴) امريکاغږ اشنا ته وويل چې دغه بريد تېره شپه شاوخوا نهه بجې د عليشېرو ولسوالۍ اړوند د تريزيو له روغتيايي مرکز سره نږدې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب د يوه غړي عبدالولي اخلاص پر دوو موټرو شوی دی.

عادل حيدر وويل چې په ياد بريد کې عبدالولي اخلاص، د هغه دوه تنه ساتونکي او پنځه د هغه ملګري چې له پکتيا نه راغلي وو، وژل شوي او دواړه موټر يې هم تخريب شوي دي.

د نوموړي په وينا، تر دې مهاله نه ده څرګنده شوې چې بريد چا او ولې کړی، خو زياته يې کړه چې پوليسو د پېښې په هکله خپل تحقيقات پيل کړي دي.

تر اوسه د ياد بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.

عبدالوالي اخلاص په دغه ولايت کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب له فعاله غړو څخه ګڼل کيده.

هغه د ولسي جرګې تېرو ټاکنو ته هم نوماند و خو بريالی نشو.

د يادو ټاکنو پرمهال هم د نوموړي پر موټر د موټرسايکل بم په وسيله چاودنه شوې وه چې په نتيجه کې يې موټر چلوونکی وژل شوی و.

XS
SM
MD
LG