د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: ۲۴ ساعتونو کې مو څه باندې ۱۰۰ طالبان وژلي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په تېر ۲۴ ساعتونو کې یې په ۱۴ ولایتونو کې شاوخوا ۱۱۷ وسله وال طالبان وژلي او ۵۲ نور یې ژوبل کړي دي.

د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ (دسمبر۲۴) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دغه طالبان یې په کابل، ارزګان، هلمند، بلخ، لوګر، کاپیسا، بغلان، لغمان، غزني، دایکندي، هرات، پکتیکا او پکتیا وژلي دي او ژوبل کړي دي.

تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. د دفاع وزارت وايي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات روان دي.

په همدې حال کې ​د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي امنیت پر یوې ګډې پوستې د طالبانو په برید کې د ملي اردو اوه سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دی.

دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ «مرغومې پر۳مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دغه پېښه نن سهار وختي ۴ بجې او ۳۰ دقیقې د دولت اباد ولسوالۍ په خیلي ګیلي سیمه کې رامنځته شوې ده.

XS
SM
MD
LG