د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې زلزلې ۱۹ کسان وژلي او۳۰۰ نور ټپیان کړي


نن د سه شنبې په ورځ (میزان ۲) د ریختر په کچه ۵.۲ درجې زلزلې د پاکستان په پنجاب ایالت کې لږ تر لږ ۱۹ کسان وژلي او ۳۰۰ کسان ټپیان کړي دي.

دغې زلزلې د پنجاب د ګڼو ښارونو سربیره د پاکستان پلازمینې اسلام آباد کې هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د امریکا د متحده ایالتونو د ځمکې پيژندنې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې مرکز د پنجاب ایالت په شمال شرقي سیمه کې د میرپور ښار و.

د پاکستان د ولکې لاندې کشمیر صدراعظم، راجا فاروق حیدر ویلي چې د کشمیر په ځینو برخو کې هم ګڼ شمیر ودانۍ ویجاړې شوي دي.

د میرپور ښار اوسیدونکي وایي چې په ښار کې سړکونه ویجاړ شوي او د تیلیفون او برق پایو غورځیدلو له کبله د سیمې اوسیدونکو له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG