د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې زلزلې ۶ تنه مړه کړي ۳۴۵ ټپيان دي


د ایران په شمال لوېدیځ اذربایجان ولایت کې د ریختر په کچه ۵.۹ درجې زلزلې ۶ تنه وژلي او ۳۴۵ نور یې ټپیان کړي دي.

زلزله چې تېره شبه ۲ بجې او ۱۷ دقیقې د 'میانه' سیمې په 'ترک' ښار کې شوې ، د هستوګنې څه باندې ۴۰ کورونه هم پکې تخریب شوي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، چې د پېښې له ځایه څه باندې ۴۰۰ کورنۍ تبریز ښار ته رسېدلي دي.

د دغه زوروې زلزلې ټکانونه د مرکز تهران ترڅنګ د ایران په ګڼو لیري پرتو سیمو کې هم احساس شوي دي.

په ایران کې بېړنیو پېښو ته د رسېدو د ادارې ویلي، چې کېدای شي په زلزله کې د مړو شوو کسانو شمېر نور هم زیات شي.

دغه ادارې همدارنګه ویلي، چې زلزله ځپلو سیمو ته یې د هیلکوپټرو له لارې د بېړنیو مرستو رسولو بهیر پيل کړی دی.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د دغه زلزلې مرکز د ایران د 'اسب فروشان' ښار ګوټي ته نژدې بللی دی.

XS
SM
MD
LG