د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې د زلزلې له امله ۱۸تنه مړه شوي


په ترکیه کې د زلزلې سیمه
په ترکیه کې د زلزلې سیمه

د جمعې په ورځ د ترکیې په الازیګ ولایت کې د ریښتر په کچه د ۶.۸ درجې زلزلې له امله ۱۸ تنه مړه شوي او ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د ترکیې بېړنیو پېښو سره د مبارزې ریاست د یاد خبر په تائید سره ویلي چې ۳۰ تنه نور تر نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې دي.

سلګونه کورنۍ چې د زلزلې له امله یې کورونه نړېدلي د محصلینو لیلو او سپورټي مرکزونو ته یې پناه وړې ده.

د ترکیې د چاپېریال ساتنې وزیر ویلی، چې په دوو ولایتونو کې د زلزلې د سختو ټاکنونو له امله ۳۰ کورونه کېنستلي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر خپل ټوېټر لیکلي:"ځانګړي اقدامات نیول شوي دي، تر څو دا ډاډ تر لاسه شي، چې په دغو ولایتونو کې له یادې زلزلې څخه رامنځته شوي تلفات او زیانونه کم شي."

ترکیه د خپل جغرافیوي موقعیت له امله اکثره وخت د زلزلې د سختو ټکانونو شاهده وي، په ۱۹۹۹ کال کې دوو قوي زلزلو د ترکیې په شمال لوېدیځ کې ۱۸زره تنه مړه کړل.

په ۲۰۱۰ میلادي کال بیا د ترکیې د پایتخت انقرې په ۷۵۰ کیلومترۍ پروت الازیګ ولایت کې زلزلې ۵۱ تنه مړه کړل.

XS
SM
MD
LG