د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې زلزلې څلور تنه مړه او لسګونه نور ژوبل کړي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په ترکیه کې چارواکي وايي د «اژه» سمندر په ساحل کې زلزله شوې ده. لږ تر لږه څلور تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۲۰ نور ژوبل دی.

چارواکي وايي د ریختر په اندازه د زلزلې شدت اوه درجې و.

زلزله د جمعې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم۹) شوې چې اوس د ترکیې د «ازمیر» په ایالت کې یې هم ځینې ودانۍ زیانمنې کړې دې.

دغې زلزلې استانبول ته نژدې ځینې سیمې او د یونان جزایرو ځینې برخې هم لړزولې دي.

چارواکي‌ وايي د یونان د «ساموس» په جزیره کې دغې زلزلې دوه کسان مړه کړي او اته نور ژوبل دي.

د ترکیې په «ازمیر» کې د دغې زلزلې له کبله د سمندر اوبه له خپلې سطحې څخه اوښتې او په سیلاب بدلې شوي دي.

رسنیو په ترکیه کې د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې د ادارې د چارواکو له خولې لیکلي‌ دي چې په ځینو سیمو کې یو شمېر خلک تر ړنګو شویو ودانیو لاندې ګیر پاتې دي.

د «ازمیر» ښاروال «تونک سویر» ویلي دي چې تقریبآ ۲۰ ودانۍ نسکورې شوي دي او په خبره یې ۷۰ تنه ژغورل شوي دي.

په ترکیه کې په ۱۹۹۹ کې سخته زلزله وشوه چې شاوخوا ۱۸۰۰۰ کسان په کې مړه شول. په ۲۰۱۱ کې بیا د ترکیې د «وان» په ښار کې زلزله وشوه او ۵۰۰۰ کسان په کې مړه شول.

XS
SM
MD
LG