د لاس رسي وړ اتصالات

په کانګو کې د ایبولا له وجې د مړو شویو کسانو شمیر ۹۳۰ ته ورسید

د کانګو د عامې روغتیا وزارت وایي، د ایبولا ناروغۍ له امله د مړو شمېر لږ تر لږه ۹۳۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې د جمعې او شنبې ترمنځ په ۲۴ ساعتونو کې ۳۷ کسان مړه شوي، چې دا د وبا له پیل راهیسې په ورځنۍ کچه د مړینې له لوړو شمېرو څخه ګڼل کېږي.

چارواکي وایي، تر شنبې ورځې پورې د ایبولا ۲۳۴۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دې وبا خپریدل د روان کال د مې په ۱۵مه د کانګو په ختیځ کې اعلان شو او د روغتیايي چارواکو په وینا، دا د ایبولا تر ټولو چټکه خپرېدونکې وبا ده.

د دې وبا لامل د "بونډیبوګیو" ویروس دی، چې د ایبولا د نورو ډولونو په پرتله لږ عام دی، او تر اوسه ورته نه کوم تصویب شوی واکسین شته او نه هم ځانګړې درملنه.

ایبولا یوه سخته او ډېره ساري ناروغي ده چې له وحشي حیواناتو څخه انسانانو ته سرایت کوي او د ناروغانو د وینې، کانګو، نورو بدني مایعاتو او ککړو جامو او بسترونو له لارې خپرېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG