د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وایي چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ د تایید شویو پېښو شمېر له ۲,۱۰۰ څخه اوښتی او دا لا هم د خپل ډول تر ټولو چټکه خپرېدونکې وبا بلل کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس، ټېدروس ادهانوم ګیبریسوس د سویس د ژنیو په ښار کې په یوې خبري غونډې کې، وویل چې روانې وسلهوالې شخړې، ناامني او د ځینو ټولنو مقاومت اغېزمنو سیمو ته د لاسرسي مخه نیسي او د وبا پر وړاندې د مبارزې هڅې کمزورې کوي.
هغه خبرداری ورکړ چې، سره له دې چې د څارنې، درملنې او څېړنې په برخو کې مهم پرمختګونه شوي، د ځوابي هڅو په پرتله د ناروغۍ د خپرېدو بهیر خورا چټک د ی.
ټېدروس وویل: «سره له هغه پرمختګونو چې موږ کړي، په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا وبا لا هم زموږ د ځوابي اقداماتو څخه په چټکۍ سره خپرېږي.»
هغه زیاته کړه چې د همدې اوونۍ په پیل کې د ایټوري ولایت د درملنې پر یوه مرکز، چې د وبا اصلي مرکز هم ګڼل کېږي، برید شوی و.
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د روغتیايي چارواکو د پنجشنبې د وروستي وضعیت راپور نه مخې، په هېواد کې د ایبولا ۲,۱۲۴ تایید شوې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې ۸۲۸ کسان مړه شوي دي.
فورم \ دبحث خونه