د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک یو داکتر په ایبولا ناروغۍ اخته شوی


New York’s Belleview Hospital Center, where Craig Spencer is being treated for Ebola symptoms, posts health alerts at its door Oct. 24, 2014.
New York’s Belleview Hospital Center, where Craig Spencer is being treated for Ebola symptoms, posts health alerts at its door Oct. 24, 2014.

د نیویارک ښاروال بیل ډي بلاشیو، د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۳ ناوخته په ایبولا د ډاکټر ګریک سپنسر د اخته کېدو خبر ورکړ، خو ویې ویل چې نورو ته خطر نه شته.

دی لومړنی کس دی چې د نیویارک په ښار کې په دغې ناروغۍ اخته کیږي.

د نیویارک ښاروال وویل " ایبولا یوه داسې خطرناکه ناروغي ده چې مبارزه ورسره سخته ده. دا د مریض د وینو او د بدن د مایعاتو له لارې بل انسان ته ځي. د نیویارک اوسیدونکي چې په ایبولا د اخته کس سره یې دا ډول تماس نه دی نیولی، له کوم خطر سره مخامخ نه دي. "

ډاکټر سپنسر د پنجشنبې په ورځ د بې سرحده ډاکټرانو خیریه ټولنې ته چې دی په خپله هم ورسره کار کوي، وویل چې تبه لري او زړه یې بدیږي، دا د ایبولا د مرض دوه نښې دي.

چارواکي اوس په دې اخته دي چې هغه کسان ومومي چې له ډاکټر سپنسر سره یې تماس نیولی وي. دا په امریکا کې څلورم کس شو چې د ایبولا په مرض اخته کیږي.

په همدې حال کې د لویدیځي افریقا یو بل هېواد مالي هم په لومړي ځل د ایبولا د یوې د موندلو پېښې خبر ورکړ، چې د ډېرو په باور ښايي دا په لویدیځې افریقا کې د ایبولا د بېرته ستېندو یو خبرداری وي.

د مالي د عامي روغتیا وزیر عثمان کاوني په ملي تلویزون کې اعلان وکړ، چې په ایبولا اخته یوه دوه کلنه ماشومه چې له ګاونډ ګیني ته تللې وه، په روغتون کې بستري شوې ده.

ښاغلي کاوني وویل " یوه دوه کلنه ماشومه چې له خپلې نیا سره په سفر تللې وه، په ایبولا اخته شوې ده. دا امکان شته چې کله دغه دواړه کسان مالي ته راغلل هغه وخت په کې د ایبولا د ویروس نښې نه وې لیدل شوې، خو وروسته ښکاره شوې وي. "

ښاغلی کاوني وايي دغه ماشومه چې د کایس په ښار کې بستره ده، اوس مخ په ښه کېدو ده.

ایبولا د لویدیځې افریقا په دریو هېوادونو ګینې، لایبریا او سیرالیون کې لږ تر لږه ۴۹۰۰ کسان مړه کړي دي .

بل لوري ته اروپايي ټولنې نن د جمعې په ورځ ۲۴ اعلان وکړ چې په لویدیځې افریقا کې د ایبولا سره د مبارزې لپاره یې 1.25 میلیونه ډالره برابر کړي دي.

دغه اعلان په بروکسل کې د پنجشنبې په ورځ د اروپايي د ټولنې د غړو هېوادونو له غونډې وروسته، وشو.

XS
SM
MD
LG